
د غور ولایت ځېنو اوسېدونکیو سلام وطندار ته وویل چې له څه مودې راهیسې د ټولو کیندل شویو څاګانو اوبه وچې شوېدي او دوی اوس له ککړو اوبو ګټنه کوي.
د دوی په وینا، د غیر صحي اوبو کارولو له امله يې ماشومان او خپله په بېلابېلو ناروغیو اخته شويدي.
د غور دوه تنه اوسېدونکي غلامرسول او نورمحمد وايي، سره له دې چې د هریرود، مرغاب او فراه رود ستر سیندونه له دې ولایته تېرېږي؛ خو دوی بیا هم د څښاک پاکو اوبو له کموالی سره مخ دي.
د غور اوسېدونکي زیاتوي چې د دې ولایت ځايي مسوولانو ورته په ځلونو د اوبو لېږد ژمنه ورکړې؛ خو تراوسه يې پهدې برخه کې هېڅ اقدام نهدی کړی.

د غور عامې روغتیا رییس جمعهګل یعقوبي هم وايي چې پهدې ولایت کې د اوبو سرچینو کموالی، ګرمه هوا، او له پاکو اوبو نهشتوالی د دې سبب شوی چې د نسناستي او ستونې درد په شان ناروغۍ پيدا شي شي.
دی وايي، که ناروغي زیاته شي؛ دوی خپل چمتوالی لري چې د مخنیوي تدابیر ونیسي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم د اوبو سرچینو کموالي او څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسي ستونزې په تایید سره وايي چې له لسو کلونو راهیسې دولتي او نادولتي بنسټونه هڅه کوي چې د فیروز کوه ښار له لېرې پرتو سیمو اوبه راولېږدوي؛ خو د سیمې ځېنو اوسیدونکیو لاسوهنې له امله نه دي توانیدي چې دغه ستونزه هواره کړي.
د فیروز کوه ښار اوسېدونکي وايي، که د دې ښار اوسني وضعیت ته پام ونهشي؛ ناروغۍ به زیاتې شي او مجبورېږي چې ښار پرېږدي او هغو کلیو او یا ولایتونو ته لاړ شي چې د اوبو سرچینې پهکې زیاتې دي.





