د طالب بندیانو د خوشې کولو موضوع لا هم تته ده

د ولسمشر محمداشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګی په پای‌غونډی کې وویل چې سولې ته د ښه نیت څرګندونو او د روژې مبارکې میاشتې په درناوي به حکومت د طالبانو ۱۷۵ بندیان خوشې کړي.

ولسمشر پر طالبانوغږ وکړ چی خپل کمېسیون کابل ته را ولېږي، څو د نوروبندیانو د برخلیک په اړه هم ورسره خبرې وکړي.

اوس چی د ولسمشر له دې وینا دوې ورځې تېرېږي، لا هم د طالب بندیانو خوشې کولو په اړه د شوې ژمنې برخلیک لا نه‌دی څرګند.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي وایي، د بندیانو د موضوع  څرنګوالی باید لویه څارنوالي روښانه کړي، خو د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي بیا ټینګار کوي چې دوی په‌دې اړه کوم نظر نه‌لري.

د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ولسمشر ژمنې حقوقي اړخ په اړه د حقوق پوهانو ټولنې رییس ګل‌احمد مددزی وایي، یاد شمېر طالب بندیان یوازې د ولسمشر په وینا، له بنده نه‌شي خوشې کېدای.

اړوند مطالب:

ولسمشر: حکومت به د طالبانو ۱۷۵ بندیان خوشې کړي

د نوموړي په وینا، د ولسمشر یادې ژمنې عملي کېدو لپاره قانوني اقدام په‌کار دی او باید ولسمشر یې په اړه فرمان صادرکړي او ښایي تراوسه یې دا کار نه وي کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې مشورتي لویې جرګې په پای‌غونډه کې د ۱۷۵ طالب بندیانو خوشې کولو په اړه د ولسمشر ژمنه د جرګې د ډېرو برخه‌والو له هرکلي سره مخ شوه، خو د ولسمشر ځینو مخالفانو یې مخالفت هم کړی دی. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام