لیکوال: حبیب حمیدزاده
څو ورځې مخکې مې د هېواد نظام د فدراليکېدو په اړه یوه مقاله لوستله، چې د کردستاني ـ عراقي شاعر «صدقي جملي زهابي» لاندې شعر رایاد شو، چې زموږ د هېواد له اوسنیو حالاتو سره سمون خوري:
برادر بغدادی!
خواهر بصری!
بگذار شما از دسترنج خود،
وما از دسترنج خویش،
بر سر یک سفره، نان بخوریم
برادر! خواهر!
ما فرزندان یک مادریم
وحق داریم خانه و کاشانهیی از آن خود داشته باشیم!
و هر یک از ما فرزندان خود را بپروریم،
اما مادر را،عراق را
یک لحظه هم از یاد نبریم
هویتغوښتنه نه یوازې د درېیمې نړۍ یا د وروسته پاتې هېوادونو پدیده ده، بلکې په پرمختللیو او غربي هېوادونو کې هم دغه ډول غوښتنې راپورته کېږي. هانتینګتون په دې نظر دی، چې اوس په امریکا کې د څلورو ګرایشونو نه یوازې د قومي هویتغوښتنې پدیده هماغسې پاتې ده. د هغه د څېړنو لهمخې په اسلامي ټولونو کې «تر ټولو قوي هویت، قومي هویت دی، له دې وروسته بیا په دینيهویت په دویمه درجه کې راځي» (هانتینگتون، ۳۴:۱۳۸۴).
بارک اوبا چې د یو پرمختللي هېواد ولسمشر و، په خپل کتاب (د هیلو جرات) کې لیکي: «… و پرته له دې چې خپلو امریکايي تجربو ته د یو تورپوستي سړي د سترګو له زاويي په مشترکې میزاني ډول ونه ګنډم؛ بل څه نه شم کولی. ښه مې په یاد دي، چې زموږ همنژاده نسلونه به د غلامۍ لهپاره ساتل کېدل او په همدې نامه به ځورول کېدل او باروي یم، چې اوس هم طبقه او نژاد له ظریفو او ناظریو لارو نه زموږ په ژوند کې ښکېل دي» (اوباما، ۲۰:۱۳۸۸).
.jpg)
قومي هویت ډېره اوږده تاریخي مخینه لري او زموږ په ژوند کې د یو مقدس امتیاز لرونکی دی. تر اوسه هېڅ روایت، نه اسلام، نه کمونیزم، نه مدرنیت او… زموږ قومي هویتونه له منځه نه دي وړي.
عدالت، یو الله، شریعت او … اسلاممحوره مسایل (حداقل مسلمان خو همداسې وايي) او انترناسیونالیزم، همدا ډول موارد دي.
د روایتونو په دې وریځ کې، قومیت، جغرافیه، رنګ، نژاد، ژبه او … حداقل محوري او اصل نه ګڼل کېږي.
خو اوس له درېیمې زریزې په زمان کې د اسطورې، جادو، دین او د تفکر له وتلو وروسته وايي، چې تاجک مسلمان، تاجک کمونیست، کردي کمونیست، کردي مسلمان، اوزبیک کمونیست، اوزبیک مسلمان، تر مسیحي، ترک کمونیست، عرب سیکولر او عرب مذهبي.
دا دستهبندي تر اوسه تر خپل حده باقي پاتې دي. د معلوماتو له مخې، «تر اوسه ۸۰۰۰۰ قومونه له ۶۷۰۰ بېلابېلو ژبو سره ژوند کوي» (پدرام، ۱۳۹۴: ۱۳۸).
تر اوسه په نړۍ کې د خپلواکۍ غوښتلو، د قوم او هویت موضوعات تر ټولو مطرح او قوي حرکتونه دي. «کبکیان، سکاټلنډیان، فلمینګیان، کاتالونیان، چیچنیان، باسکیان، لومباردیان، کورسیان، کردان، کوزویان، بربریان، فلسطینیان، تبتیان… د خپل حق غوښتنې او رسېدنې په پار هڅې کوي ۱. له کلونو راهیسې زموږ شاوخوا نږدې ملکونو کې کُردان د ایران اسلامي جمهوریت ، د عراق رژیم او ترکیې حکومت … په مقابل کې درنه او سپکه وسله په لاس کې اخیستې ده او د خپلې موخې (قومیت، ژبې او قومي ارزښتونو) په ننګه جنګېږي.
.jpg)
په افغانستان کې د قومي هویت غوښتنې د شاته تګ په معنا نه، بلکې د فاشیزم نه وېره او د خپل ځان په اړه د ډېر احترام هغه ده. د قومي هویت موضوع یو بېارزښته ټولنیز مفهوم نه دی او نه باید د ناسمو سیاستوالو د مصلحتي سیاستونو قرباني شي.د انتوني ګیدنز له نظره قومیت: «له فرهنګي اړخه په هغو خلکو اطلاقېږي، چې په یوې ځانګړې ټولنه کې اوسېږي. له یو بل نه د قومي ډلو د بېلولو ډېرې زیاتې ځانګړنې نه شته؛ خو تر ټولو معمولې هغه یې له ژبې، تاریخ یا قوم (حقیقي یا خیالي) مذهب او د جامو اغوستلو له شیوې او آرایش نه عبارت دي گیدنز،۲۷۸:۱۳۷۸).
د ټولنپوهنې د تعریف له مخې، قومیت یو ټولیز پېژاند دی، چې یو کس له بل سره د ژبنۍ، فرهنګي، هنري، تباري، تېر او حال پېژندنې سره توپیروي.
دا بېلوالی له انساني، اسلامي، مدني او حقوقي اړخه په غیربشري توګه، پښتونضد، تاجیکضد، هزارهضد او … نه لري. پښتونواله، تاجیکیت یا هزارهوالی د ټولنپوهنې په سیاسي فرهنګ کې نبستاً د استوار شخص یا فرد، چې څوک یې او څه یې د نورو قومونو یا ټولنیزو ډلو په مقابل کې اطلاقېږي، چې د ژوند په بهیر کې له یو بل سره په ټولنیزو تعاملاتو کې په بدخشان، بلخ، کندهار او کابل کې اخښل شوي دي.
دوی وايي، چې که چېرې ټولو قومونو ته افغان ووایو، نو پهدې کې به څه خبره وي؟ ولې دې موږ ټول یوشان او واحد نهشو: تاجیک، هزاره او اوزبیک هماغه پخواني افغانان دي، تاجیک او هزاره هماغه د افغان پخواني مترادف نومونه دي، چې د افغان کلمې په کارولو سره د هماغه معنا رسولی شي.
که له دې تېر شو، نو په خارج موږ ټول د افغان په نوم یادوي.
له شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو شاید ۱۲ هېوادونه پېدا شي، چې د یو قوم تر چتر لاندې ژوند کول غوره وبولي، نور ټول هېوادونه د فرهنګونو او ژبو له امله توپير لري.
.jpg)
(سیدامانی،۱۶:۱۳۸۷). (۱۸۸) د نړۍ نورو هېوادونو کې د بېلابېلو ژبو خلک، قومونه، بېلابېل دینونه او کلتورونه په ګډې ټولنه کې له توپیر پرته موجود دي.
دغه هېوادونه ښه ډیموکراسي لري، د بشرحقونه او د نورو قومونو حقوق په برابر ډول رعایتیږي او ملي برخلیک ته یې د قومونو، ژبو او مختلفو کلتورونو له اړخه هېڅ ګواښ متوجه نه دی.
په دې هېوادونو کې پر یوبل لوړوالی منع دی او هر یو قوم د خپلو ارزښتونو سره ژوند کوي. د هېواد نوم، ملي سرودو، د بانک نوټونو ژبه، لرغونې ودانۍ، بانکونه او … قومي او ژبني نه دي، بلکې ملي او عمومي دي.
خو په افغانستان کې دغه ډول نه ده. په دې هېواد کې پر یو بل ځان غوره ګڼل، شییونیزم، دین او ایمان د یو ځانګړي قوم دي؛ قومي غورهوالی، له حده زیاته خود بیني د ځینو مسوولیت او د قومي فرض بڼه یې خپله کړې.
پښتون قوم د عبدالرحمان خان د وخت شرایطو او موجودو شرایطو په منځ کې تفاوت نه کوي. پښتون قوم د تاجیکو، هزارګانو، اوزبیکو او نورو پروړاندې بېباکه دي او اوس هم هغوی "اجتماعات تصوري" بولي.
پښتانه داسې انګېري، نور قومونه واقعي حضور نهلري، یوازې ښاریان په دې عقیده دي، چې تاجیک، هزاره او اوزبیک هم په ټولنه کې ژوند کوي او شته دي.
دغه راز وايي، نور قومونه دې ومني، چې افغانان دي او کنه له افغانستانه دې بار او بسترې ټولې کړي او د نیکونو وطن ته ولاړ شي.
که چېرې د زماني شرم، د نړیوالو رسنیو موجودیت او د نورو قومونو کافي ځواک نه وی، نو غیرپښتون قومونه به یې د کابل سیند ته ورګوزار کړي وو.
ځنې د تعصب سربېره تبعیض هم کوي. تعصب یوازې د یو قوم عقیده او لیدلوری، د یو سیاسي ګروپ یا قوم له ځانه پرته د نورو په مقابل کې دی اما رښتونی تبعیض د یو کس په بل کس او د یو ګروپ په بل ګروپ دی.
تبعیض یعنې د امیرعبدالرحمان چلند هزاه ګانوسره د نادر خان او ګل محمد مهمند چلند له شمالي تاجیکانو یعنې د بومي خلکو د مالونو مصادره کول، د نارینه وو وژل او جنوب ته د هغوی د ښځو وړل.
له الماني یهودیانو سره د هېټلر چلند، له کردانو سره د ترکانو چلند او د یکاولنګ، پروان، شمالي او مزار خلکو سره د طالبانو چلند او د داعشي وسلهوالو چلند له قومي او دیني لږکیو سره په عراق او سوریه کې ورته دی.
تبعیض یانې په افغانستان کې همدا اوسم ځینې ورسره مخ دي او تبعیض ورسره کېږي. کله چې یو قوم خپله ژبه د ټولو د ارادې خلاف په ملت په زور مني؛ معنا یې تبعیض او قومي ستم دی.
انورالحق احدي ویلي و: " پښتانه لهدې امله ناخوښ دي، چې د اقلیتونو له خوا نه په دولت کې د هویت غوښتلو مسئله ژوريږي."
پښتانه په دې باور دي، چې په افغانستان کې دوی اکثریت دي او د افغانانو دولت د پښتو په وسیله رامنځته شوی دی او فکر کوي، چې افغانستان په نړۍ کې د پښتو یوازېنۍ دولت دی او لږکي باید د افغانانو دولت یانې پښتوني هویت ومني.
دغه راز په توکمي دولتونو کې هېڅکله لږکي په دې نه دي توانیدلي، چې په جدي توګه اکثریتو هویت تر پوښتنې لاندې راولي؛ د بېلګې په توګه ایران کې فارسی هویت، په ترکیه کې ترکي هویت، تاجیکستان کې تاجیکي هویت او په اوزبیکستان کې اوزبیک هویت تر سوال لاندې راولي؛ نو پښتان هم دغه مناقشه کوي، چې دغه قاعده باید په افغانستان کې هم عملي شي.
"له دې کلیمو او جملو د تبعیض او تعصب بوی خېژي.
په پښتنو کې ځانګړې کړۍ موجودې دي، چې تبعیض، ظلم او فاشیزم تولیدوي. پښتانه غواړي د پښتني ارزښتونو سره د نړۍ په یوې برخه کې ژوند وکړي او په افغانستان کې له نورو مېشتو قومونو یې غوښتنه د دې امر منل دي.
د یو سالم عقل څښتن چې یوازې څو کتابونه او مقالې یې هم لوستې وي، هېڅکله به ونه وايي، تاجک، هزاره، اوزبیک او افغان مترادفې کلېمي دي.
دا چې په افغانستان کې مېشت ټول قومونه د کلتور، تاریخ او توکم له اړخه افغانان نه دي، د هېواد دتاریخ روښانه برخه ده.
د تاریخي منابعو پر بنست هم دغه موضوع روښانه ده. د میرغلام محمد غبار له انده، د افغان کلمه له لسمې پېړۍ د لیکوالو په لیکونو کې راغلې او په ۱۸ پېړۍ کې افغان کلمه یوازې د ټولو پښتنو عمومي نوم و؛ تر ۱۹ پېړۍ پورې پراخوالی یې عمومي شو. (غبار، ۳۰۹:۱۳۸۰).
صدیق فرهنګ په دې باور دی، "پښتنو په خپله ترجیحاً ځانونه پښتانه بللي دي، په داسې حال کې، چې فارسي ژبو هغوی ته افغان او هندیانو "پټهان" بللي دي. درې واړه دغه کلېمې له ۱۶ پېړۍ راهیسې کتابونو ته لار موندلې او د واحدې معنا په توګه کارول شوې ده. عربو پښتانه سلیماني بلل یاني د سلیمان غره اوسېدونکي" (فرهنگ، جلد اول:۳۶).
.gif)
موږ د قیقاً په داسې یو حالت کې یو، څنګه چې کلونه مخکې تاجیک ښاریان په بخارا او سمرقند کې وو.
بخارا او سمرقند خپله تاجیک مشرانو وپلورل. هلته هم ویل کېدل، چې تاجیک هماغه اوزبیک دي یانې تاجیکان د غرونو اوزبیکان دي.
بخارا هغه مهال له لاسه ووته کله چې د تاجیکانو هویت د هغو له لاسه ووتلو. په بخارا کې اوزبیکانو استدلال کولو بخارا، سمرقند او خجند د ایران فارسي ژبو تر ظلم لاندې شوی دی.
له دې وروسته بایده ده، چې په فارسي او تاجیکي ژبو له ګړیدا ډډه وشي؛ ځکه چې په تاجیکي ګړېدل بې معنا او اضافي ده. تاجیکان باید له دې وروسته عصري شي او عصري کېدل یې مشروط په دې دي، چې ځانونه د ترک – اوزبیک په توګه ومني. په بخارا، سمرقند او خجند کې د تاجیکانو د هویت دوښمنان په خپله تاجیکان وو؛ محی الدین اف، مومن خوجایف، دیلمي، فطرت، امام اف او … نور ټول تاجیکان وو.
وايي، امام اف، چې وروسته په تاجیکستان کې د کمونیست ګوند د دفتر منشي شو د تاجیکستان سترې برخې یې په ارزانه بیه پلورلې وې او محي الدین اف د تاجکستان انقلابي کمېټې مرستیال او وروسته یې په خپلو غلطیو اعتراف کړی و، چې بخارا جمهوري د جوړیدا پرمهال د فارسي- تاجکي ژبې سرسخته مخالف و. فیض الله خواجه د یو تاجیک په حیث د پان ترکیست له مخکښو و. فیض الله خواجه د بخارا ادارې ریاست ته د رسېدولو له پاره خپل ملت خرڅ کړ. (جهان گیری،۹۷:۱۳۱۳۹۳).
د دغو داخلي خیانتونو له امله د تاجیکانو لرغوني ښارونه بخارا او سمرقند د تاجیکانو له لاسه ووتل.
له مکې او مدینې راوروسته بخارا د فکر، اندېشې، نظرتولید او عرفان له اړخه په اسلامي نړۍ کې مهم اسلامي ښار و.
"د اسلام قبله بلل کېده، خلکو ورته دارالفاخره ویل او همداسې بخارای شریف. د ایرانی-تاجیکي او اسلامي بخارا، سمرقند، خجند او اشتروس فرهنګي ـ مذهبي مرکزونه دي."
ترکمن لیکوال ببردیک اربابایف لیکلي: "په ترکمستان، اوزبیکستان، قزاقستان او قرقیزستان د ۱۹۱۷ کال له انقلاب وروسته که په هر کلي کې ښوونځی موجود و؛ مکتب داران یې حتما تاجیکان وو او یا هغه کسان وو، چې په بخارا کې به یې زد کړې کړې وې… زه شاهد وم او وامې ورېدل تاجیکان وو."
زه شاهد وم او وا مي ورید – تاجیکان و چې د منځني اسیا او قزاقستان خلک يې باسواده کول. تاجیکان د مرکزي اسیا د ترک له نژاده بلل کېدل.. " د محقیقینو په باور کله چې بخارا له اوزبیکستان سره یوځای شو، نو یوازنی دلیل يې اسلام او تاجیک و، شورویان د تاجیکانو له یوځای کېدو سره مخالف و. څومره چې تاجیکان و ویشل او یا په فقر کې وساتل شي، نو په هماغه اندازه د منځني اسیا مدیریت اسانه کيږي. په همدې دلیل د دوی فرهنګ او ژبه د دوی د رهبرانو په وسیله لهمنځه وړي. روسي محقق بارتولد په خپل تحقیقي مقاله کې د (تاجکانو) په نوم په « تاجیکان در مسیر تاریخ» نومي کتاب کې چاپ شوی پهدې باور دی، چې تر ټولو پخوانی ملیت په منځني اسیا کې تاجیکان دي. تاجیکي لیکوال استاد محمدجان شکوري له ګیسوجهانګیري سره د مرکې پرمهال په یو سوزناک انداز يې وویل: زه ډاریږم چې اوس هم تاجیکان شتون لري، دغه تُرکان زر کاله حکمرانان و او تاجیکانو ته يې سخته ضربه ورسوله دغه موضوع « زبان و هویت در قلب آسیا» نومي کتاب کې راغلي. د شوروي اتحاد پر مهال تاجیکان دوه ټوټې شول او په زوره يې تاجیکان د هویت په پاڼو کې اوزبیک ولیکل. د دغو ټولو ناورینونو سره ـ سره شکر دی، چې اوس هم دغه خط ژوندی دی، اوس هم له تاسو سره خبرې کوم، اواز لرم. څنګه دی ؟ زه خپله حیران یم ! ".
موږ باید خپل شاوخوا ځير و اوسيږو. باید پام وکړو چې نورو ته مصیبت رامنځ ته نهکړو او همدارنګه دې ته هم باید متوجه و اوسو، چې د نورو له خوا موږ ته افت رامنځ ته نهشي. تر ټولو باید خپلو تاجیکو رهبرانو کړنو ته باید ځيرک شو.
که تاجیک رهبر موږ خرڅ نهکړي او و مو نه شرموي، نو نور مو نهشي شرمولی او نه هم موږ سره خیانت کولی شي.
خیانت له خپل ځانه شروع کيږي او د تاجیکانو رهبران د بخارا رهبرانو په څېر دي دوی خپلو ګټو ته کار کوي.
د تاجیکانو رهبرانو ته د هویت مسئله ارزښت نهلري، نو ځکه زموږ نسل باید په خپله خپل ځان ته لاره پېدا کړي او د دغې ناپاکې حلقې سره باید خدای په اماني وکړي.
په وروستۍ کلام کې باید وویل شي: دوه نظريې نباید د تاجیک، هزاره او اوزبیک له میزه لرې شي: هویت او د هېواد لهپاره سیاسي نظام.
د حاکم نظام له تغیر سره مرګ او ژوند تړلی دی.
موږ باید په ټولیز ډول د نظام تغیر او د هېواد د ژبو، فرهنګ او هویت ساتل تبلیغ کړو.
په هېواد کې د قومي، اجتماعي عدالت او ژبې تحقق د نظام له تغیر سره مستقیمه رابطه لري.





