يوناما: هیڅوک باید د افغاني رسنیو پرمختګ ونه ګواښي

افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان کې مطبوعاتو په کمه موده کې ډېره وده کړې او هیچاته باید اجازه ور نه کړل شي چې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې دغه مهم پرمختګ وګواښي.

اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان سویلي اسیا کې د رسنیو د کثرت او پراختیا په برخه کې یو مخکښ هېواد دی.

 دیبرا لاینز ویلي، ټولې خواوې باید د سولې په هر ډول خبرو کې د بیان د ازادۍ حق په ګډون ټولو اساسي بشري حقونو ته پام وکړي.

د یوناما رييسه زیاتوي چې ملګري ملتونه په خپل دریځ چې د رسنیو ازادي باید د سولې د هر بهیر د یوې برخې په توګه خوندي وساتل شي، ولاړ دي.

د ميلادي کال د مې مياشتې درېیمه نېټه ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام