د هرات پر ۳۵ زره کورنیو خوارکي توکي وېشل کېږي

د هرات محلي مسوولانو له ګرځبندیز وروسته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر ۳۵ زره کورنیو چې بې‌وسه دي، د خوراکي توکیو د وېشلو خبر ورکوي.

د دغو مسوولانو په وینا، وېشل کېدونکي خوراکي توکیو د یوې کورنۍ دوه میاشتې کېږي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي نن پر امنیتي ځواکونو د ماسکونو، سابون او د مېکروب ضد توکیو وېشلو پر مهال وویل، یاد خوراکي توکي چې اوړه، وریجې او غوړي دي، د بې‌وزله کورنیو له په نښه کولو وروسته به ووېشل شي.

د هرات د سوداګرۍ پانګونې خونې رییس یونس قاضي‌زاده هم په دغه ولایت کې د خصوصي سکټور د مرستو خبر ورکوي.

د نوموړي په وینا، که پر کورونا د اخته کسانو شمېر ډېر شي، د یادې خونې څلورپوړیزه ودانۍ او په هرات کې یوشمېر هوټلونه به د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي.

نوموړی وايي، د خوراکي توکیو ګرځېدونکي پلورنځي یې جوړ کړي چې د خلکو کورونو ته په ارزانه بیه خوراکي توکي وروړي، څو ګرځنبدیز په بشپړه توګه عملي شي.

تراوسه ۸۴ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې ډېرې یې په هرات ولایت کې دي. له دې ډلې درې کسانو په هرات او یوه هم په بلخ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام