بدخشان کې د خوراکي توکيو بیه په بې‌ساري ډول زیاته شوې

د بدخشان ولایتي شورا غړی طلب الدین قادري سلام‌وطندار ته وویل، په وردوج ولسوالۍ کې د وروستیو واورو ورېدو او د طالبانو حضور له امله، د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي دي.

د ښاغلي قادري په وینا، د مواصلاتي لارو تړل کېدو له کبله، دغو ولسوالیو کې د خوراکي توکیو بیې لوړه شوي او خلک لومړنیو خوراکي توکیو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د قادري په خبر، د خوراکي توکیو بیې دومره زیاتې شوي چې زیاترکورنۍ یې د اخیستو وس نه‌لري د بېلګې په توګه یو من وطني وریجې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

نومړی وايي، د بدخشان سیمه‌‌ییز حکومت د منظم پروګرام نه درلودو له امله، هر کال خلکو ته د مرستې رسولو او د طبیعي پېښو ځواب ویلو برخه کې ناکامه دی.

خو د بدخشان د والي ویاند فیصل بیګزاد وايي، د سیمه‌ییز حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري اړو کورنیو ته د مرستې رسولو له‌پاره چمتووالی نیول شوی دی.

ښاغلی بیګزاد زیاتوي، د بدخشان ادارې سرحدي ولسوالیو کې ستراتیژیکې زېرمې رامنځ ته کړي، چې د اړتیا په صورت کې به له دغو زېرمو خلکو سره د مرستې په موخه کار واخلي.

سره له دې چې د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي خلکو سره د مرستې له‌پاره د چمتووالي خبر ورکوي، خو د ولایتي شورا یوشمېر استازي وايي، ځینو ولسوالیو کې له څو کلونو را په دې‌خوا د ستراتیژیکو ذخیرو په نوم خونې جوړې شوي، چې په بشپړه توګه تشې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام