
د روښنایۍ غورځنګ یو شمېرغړو د بلجیم پلازمېنې په بروکسل ښار کې لاریون وکړ؛ دوی وايي، د افغان حکومت د ناانډوله پراختیا او سیستماتیک تبعیض پر خلاف یې لاریون کړی دی.
اعتراض کوونکو په حکومت تور پورې کوي، چې حکومت مرسته شوې پیسې په ناانډوله ډول لګوي.
د لاریون یو ګډونوال کریم انتظار سلام وطندار ته وویل، له نړیوالې ټولنې غواړي د افغانستان له پراختیايي پروګرامه څارنه وکړي.

د محمد رفعي په نوم یو بل تن لاریون کوونکي وویل، چې دغه لاریون د بې عدالتیو د مخنیوي او کابل ته د ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټه وراداتي برېښنا مزي غځولو د لارې بدلون په موخه لاریون شوی دی.
په بروکسیل کې د روښنایۍ غورځنګ لاریون په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې تېره ورځ هم یو شمېر افغانانو په همدغه ځای کې د روښنايي غورځنګ خلاف شعارونه ورکړل.





