«لار مې چېرې؟»؛ فاریاب کې د لارو بندوالي پر وړاندې کمپاین

د فاریاب ولایت یو‌شمېر مدني فعالانو او خبریالانو د «لار مې چېرې؟» په نوم کمپاین پیل کړی او وايي، دغه کمپاین یې د هټۍ‌والو او کسب‌ګرو له‌خوا د پلې لارو او واټونو د تړل کېدو په غبرګون کې پیل کړی دی.

د فاریاب یو خبریال قطب‌الدین کوهي سلام‌وطندار ته ویلي، دغه کمپاین یې د چارواکو د خبرولو لپاره د خلکو په غوښتنه کړی دی.

کوهي زیاتوي، د فلزکارانو او ترکاڼانو په څېر ډېری کسبګر د سړک پر غاړو کار کوي او دغه سړکونه چې په درنو لګښتونو جوړ شوي، اوس د ویجاړېدو په حال کې دي. د هغه په خبره، چارواکي په دې برخه کې بې‌غوري کوي.

د فاریاب د مدني ټولنې یو فعال فېروز غفوري وايي، هټۍ‌وال پلې لارې په اجاره ورکوي او دا کار له قانون سره په ټکر کې دی.

غفوري زیاتوي، د ښاروالي چارواکي په دې اړه بې‌غوري کوي او پر بندو لارو سترګې پټوي.

د میمنې ښاروال احمدجاوېد کیوان په دې اړه د میمنې ښاروالي بې‌غوري مني خو وايي، د وګړو د شمېر زیاتېدل او له ولسوالیو نه د زیاتو بې‌ځایه شویو کورنیو راتګ هغه څه دي چې د دوی ستونزې یې یو په دوه کړې دي.

د میمنې ښاروالي چارواکي ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د دغې ستونزې د هواري لپاره ګامونه پورته او لاس‌ګاډو او دست‌فروشانو ته به ټاکلی ځای په واک کې ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام