.jpg)
د فاریاب علماوو شورا مرستیال وايي، په دولتي او خصوصي غونډو کې د نجونو او ښځو له لوري ترانه او اواز ویل کفر دي او د علماوو دنده ده چې د دا ډول ناوړه دود پروړاندې ودرېږي.
د فاریاب علماوو شورا غړي د یوې فتوا په صادرولو سره نه یوازې په دولتي او خصوصي غونډو کې د نجونو له لوري ترانه او اواز ویل منې کړي، بلکې په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو ټولګیو غوښتنه یې هم کړې ده.
د فاریاب علماوو شورا مرستیال غلامنبي غفوري په دولتي مراسمو کې د اوازویلو ډلې ته په اشارې، د فاریاب سیمهییز حکومت په ټولنې کې د کفر په خپرولو تورنوي.
خو د فاریاب د پوهنې ریاست سرپرست پیکان حیدري سلاموطندار سره په خبرو کې وویل چې هېڅوک او هېڅ ډله له هېڅ ادرسه خلک له خپلو مدني حقونو محرومولی نهشي.
بلخوا د فاریاب د مدني ټولنې بنسټ رییس زینالعابدین وايي، د دې ولایت د علماوو شورا پرېکړه د طالبېزم رنګ لري او په بشپړ ډول د دولت لاستهراوړنو خلاف ده. د نوموړي په وینا، د علماوو شورا په ډېرو برخو کې لاسوهنه کوي او په خپل سر د دولت د بنسټیزو قوانینو پروړاندې فتواوې ورکوي.
.jpg)
دا په داسې حال کې ده چې یادې شورا تر دې وړاندې هم د نجونو او هلکانو د ټولګیو بېلولو او د پور ورکوونکیو بانکونو د فعالیت درولو په اړه هم دریځ نیولی و.





