د هېواد ۱۷ولایتونو کې سېلاوونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

تېره یوه شپه او ورځ هرات، کابل، پروان، فراه، بادغیس، کونړ، نورستان، کاپیسا، پنجشیر، لوګر، میدانوردک، دایکندي، بدخشان، جوزجان، فاریاب، سرپُل او غزني ولایتونو کې سخت بارانونه او سېلاوونه راوتلي دي.

سېلابوونو کابل او هرات ولایتونو کې تر نورو زیات زیانونه اړولي دي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، تېره یوه شپه او ورځ کې د هرات ښار په ګډون ۱۰ ولسوالیو کې سخت بارانونه او سېلاوونه راوتلي چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اوړلي دي.

هغه وویل، سېلابوونو ادرسکن ولسوالۍ کې ۳، اوبې کې هم درې او زاول ولسوالۍ کې ۲ کسان وژلي او لس نور ټپیان کړي‌دي.

د هرات والي ویاند زیاتوي، اوبې ولسوالۍ کې یو فلانکوچ ډوله موټر له ۱۷ سپرلیو سره ـ چې ۱۳ نارینه، دوه ماشومان او دوه ښځې په‌کې وې ـ تر اوبو لاندې کړی‌دی.

د هرات والي ویاند وايي، اوبې ولسوالۍ کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ، سلګونه سره څاروي تلف شوي او لسګونه د اوسېدلو کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

ښاغلی فرهاد وايي، د هرات زیاتره کلیو کې اوبه ډنډې دي او خلک اړ شوي چې خپلې کورنۍ خوشې کړي او مصوونو ځایونو ته لاړ شي.

د بادغیس او فراه ولایتونو ځايي چارواکي هم وايي، د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار ځېنې برخې او د فراه د پُرچمن او اناردرې ولسوالۍ کې سېلاوونه راوتلي؛ خو ترواسه ځاني تلفات نه‌لري.

دې سره هم‌مهاله د پروان د سېدخېل او بګرام ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي هم سلام‌وطندار ته وايي، سېلاوونو د هغوی هر څه د نابودۍ له خطر سره مخ کړي‌دي.

د کونړ او نورستان یو شمېر ولایتونو کې هم سېلاوونه راغلي.

د دغو ولایتونو ځايي مسوولان وايي، دغه سېلاوونه ځاني تلفات نه‌لري؛ خو شاوخوا ۶۰ کورونه په‌کې وران شوي او سلګونه جریبه کرنیزو ځمکو ته زیان اوښتی دی.

پنجشېر کې هم سختو بارانونو مالي زیانونه اړولي.

د پنجشېر والي ویاند عبدالودود علي‌مردان سلام‌وطندار ته وايي، اورښتونو کې تراوسه ۵ د اوسېدو کورونه او شاوخوا ۴۰ استنادي دېوالونه له منځه تللي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدلو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو عمومي مسوول حشمت بهادري وايي، ۱۷ ولایتونو کې سېلابوونه راغلي دي.

د هغه په وینا، تراوسه هرات او نورو ولایتونو کې د تلفاتو او د زیانونو کچې په اړه معلومات نه‌لري؛ خو کابل ښار کې تراوسه ۵۷ د اوسېدو کورونه په بشپړه ډول له منځه تللي او ۵۱۹ نور هم په قسمي توګه زیانمن شوي‌دي.

نوموړي همدارنګه وویل، له سروې وروسته به ټولو ولایتونو کې زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکیو مرسته وکړي.

ښاغلی بهادري راتلونکې کې هم د سېلاوونو راوتلو خبرداری ورکوي او وايي، د کابل سیند شا اوخوا کې کورنیو ته ویل شوي چې خپل کورونه خوشې کړي او خوندي ځای ته لاړ شي.

ورته مطالب:

سېلابونو او نورو طبیعي پېښو ۱۴۷ کسان مړه کړي

سېلابونه؛ ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ورک دي

زابل؛ وروستیو اورښتونو او سېلابونو ۱۰ زره کورنۍ زیانمنې کړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام