
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن په کابل کې د نري رنځ درملو د ساتلو یو ستاک پرانېستغونډې ته وویل چې د خلکو بېسوادۍ او بېوزلۍ له امله لا هم د نري رنځ د ناروغۍ د موجودیت اندېښنه شته.
ده په ورته وخت کې زیاته کړه، له نري رنځ سره مبارزه په ګړندي ډول روانه ده.
د ښاغلي فیروز په وینا، د هېواد په کچه د نري رنځ تر ۲ زرو ډېر د درملنې او تشخیص مرکزونه فعال دي او تېر کال د نري رنځ ۴۷ زره پېښې ثبتې شوېدي چې د پخوا په پرتله د پاموړ کموالی ښیي.
د عامې روغتیا وزیر دا هم وویل چې په وروستیو دوو کلونو کې پر نري رنځ د اخته ۱۶۰ زرو کسانو درملنه شوېده.
ده وویل، تر ۲۰۳۰ کاله پورې به له افغانستانه د نري رنځ ټغر ټول شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل چې د نري رنځ ناروغۍ په له منځهوړلو کې یوه بله ستونزه ټینګ نري رنځ دی چې دی تمه لري، د نویو درملو په کارولو سره به دا ستونزه هم لېرې شي.
د نري رنځ درملو ستاک څو کاله مخکې په کابل کې د اورلګېدنې له امله له منځه تللی و چې اوس د جاپان هېواد په مالي او د روغتیا نړۍوال سازمان په تخنیکي مرستې بېرته جوړ او ګټنې ته چمتو شو.
د عامې روغتیا وزیر وویل چې جاپان به تر ۲۰۲۰ کاله د شلو میلیونو ډالرو په ارزښت د نري رنځ درملو مرسته وکړي.





