
تېره پنجشنبې په خوالو رسنیو کې یوه ویډیو ښکته ـ پورته کېده چې په هغې کې یوه چادريپوشه مېرمن د یوې ډلې نارینهوو په منځ کې کلابنده ناسته وه او له هرې خوا پرې چغې جوړې شوې. دغه مېرمن چې هېڅوک یې د خلاصون لهپاره نهلرل؛ د راټولو شویو کسانو لهخوا د صحرايي محاکمې په نامه په لښتو او لغتو ووهل شوه.
دا پېښه د ټولنیزو رسنیو د کاروونکیو لهخوا سخته وغندل شوه او ډېرو هغو لیکلي وو چې له شریعته او انسانیته له یوې لېرې د دا ډول پېښو په لیدلو پهخپل نارینتوب شرمیږي. ثریا نومې مېرمن د خپلې کورنۍ د غړیو په لمسې د تخار ولایت د یو خپلسري قوماندان په امر په عام محضر کې محاکمه شوېده.
د خواله رسنیو کاروونکیو له غبرګون وروسته حکومتي مسوولانو د یادې پېښې عاملانو د نیولکېدو امر کړیدی.
د تخار ولایت چارواکي وايي، د قیضې په تړاوو یې د مېرمن ثریا د کورنۍ یو شمېر غړي نیولي؛ خو هغه کسان چې له دوی سره په لېست کې د پېښې اصلي عامل په توګه دی نهدی نیول شوی.
د تخار د والي ویاند سنت تېمور نن (دو شنبې) په یوې خبري غونډه کې وویل، د ثریا د صحرايي محاکمې امر د قوماندان فیضالله لهخوا ورکول شویو.
هغه وايي، د دې ۲۲ کلنې مېرمنې په محاکمه کې ۱۵ تنه لاس لري او د دغو کسانو د نیولو په موخه امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې ژر تر ژره قوماندان فیضالله او د هغه ملګري ونیسي.

پولیسو تېره ورځ له ځايي خلکو سره له یوې لنډمهالې نښتې وروسته د مېرمن ثریا د کورنۍ ۶ تنه غړي نیولي دي.
د تخار چاهاب ولسوالۍ استوګنه مېرمن ثریا بیا وايي، د کورنۍ غړيو یې د قوماندان فیضالله په امر په عام محضر کې په لرګیو او لښتو وهلې ـ ډبولې ده.
نوموړې وايي، قوماندان فیضالله ځايي خلکو ته ویلي وو، که دغه مېرمن بېګنا هم وي؛ باید د نورو د عبرت په پار سزا ورکړل شي.
د تخار د مېرمنو چارو رییسه رزمارا حواش وايي، پهدې ولایت کې د زیات شمېر خپلسرو وسلهوالو موجودیت د مېرمنو تاوتریخوالي لامل شویدی.
د دغې مېرمنې د صحرايي محاکمې انګېزه معلومه نه ده.
د راپورونو لهمخې، تر دې پخوا په غور ولایت او دغه راز په کابل ښار کې د رخشانې او فرخندې په عام محضر کې د خلکو لهخوا په ډبرو ووېشتل شوې او سنګسار یې کړې. دغو پېښې په ملي او نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي وو.





