د کوکنارو په کرکېله کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت تازه څېړنې ښيي چې سږ کال په هېواد کې د کوکنارو کرکېله ۲۰ سلنه کمه شوې ده.

د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، سږ کال د هېواد په کچه په ۲۶۳ زره هکتاره ځمکې کې کوکنار کرل شوي چې په ۱۳۹۶ کال کې دا شمېره ۳۲۸ وه چې په‌دې سره د کوکنارو په کرکېله کې ۲۰ سلنه او په تولید کې یې هم ۲۹ سلنه کموالی راغلی دی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې مرستیال عبدالجلیل بختیار وايي، سږ کال یې د کوکنارو کښت د له منځه وړلو له‌پاره ۳۰۷۴ عملیات کړي، ۳۵۲۷ کسان یې د نشه‌يي توکو د کرلو او تولید په تور نیولي او دغه راز یې د نشه‌يي توکو ۳۰ لابراتوارونه هم له منځه وړي دي.

د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت څېړنې ښيي چې تېر کال په نسبي توګه له یو هکتار ځمکې نه ۲۷،۳ کیلوګرامه تریاک ترلاسه شوي وو، خو سږ کال یې کچه ۲۴،۴ کیلوګرامه ته راښکته شوې چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه کموالی ښيي.

د دغو څېړنو له مخې، سږ کال په ځمکه کې د تاریاکو ارزښت هم کم شوی دی. د مالوماتو له مخې په ۱۳۹۶ کال کې د تاریاکو ارزښت ۱،۴ بیلیونه ډالره و، خو سږ کال ۰،۶ بیلیونه ډالره شوی چې د تېر کابل په پرتله ۵۶ سلنه کموالی ښيي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام