
د افغانستان په یو شمېر شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې شدید بادونه د سختو خاورینو توپانونو سبب شوي او په دې سیمو کې یې کرکیله د نابودۍ له ګواښ سره مخ کړې دي.
د بغلان ولایت یو تن اوسيدونکی محراب الدین او د کندوز ولایت اوسېدونکي غلام حیدر حیدر سلام وطندار ته وویل، چې دغه توپان ددې ترڅنګ چې بزګرانو ته یې زیات مالي زیانونه اړولي، سوداګر هم ترې بې برخې نه دي.
دوی وايي، چې سخت خاورین توپان اوس هم روان دی، هوا تیاره او د هټیوالو چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
د راپورونو له مخې د بغلان په ځينو سیمو کې د توپان احتمالي ګواښ له امله د برېښنا جریان هم غوڅ شوی دی.

همدارنګه په کندوز ولایت کې له تېرې شپې راهیسې توپان رالوتی، چې یو ډول خاوره د باران په بڼه له ځانه سره لېږدوي، په پالیزونو، د ونو په پاڼو، په مېوه لرونکو او بې مېوو ونو یې دغه خاوره کېنولې ده.
په ورته وخت کې د مزار شریف یو اوسېدونکی مجیب الرحمن وايي، چې د دغه توپان په رالوتلو سره په بلخ ولایت کې د برېښنا بهیر پرې شوی او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي سلام وطندار ته وویل، چې دغه توپان نن ګهیځ پيل او د بلخ ګاونډي ولایتونو یې هم زیانمن کړي دي.
د ویلو ده، چې د بغلان، کندوز، تخار، سمنګانو، بلخ، فاریاب او جوزجان هغه شمال او شمال ختیځ ولایتونه دي، چې دغه خاورین توپان په کې ورالوتی؛ خلکو او ګروندګرو ته یې سخت مالي زیانونه اړولي دي.





