جوزجان کې د ښځینه‌ فوټبالرانو ستونزې

جوزجان کې یوشمېر ښځینه فوټبالرانې وايي، د ځانګړيو ځایونو او مالي ملاتړ کوونکیو نه‌موجودیت، په سپورټي لوبغالو کې د دوی د کمرنګۍ لامل شوي دي.

د دوی په وینا، دې ولایت کې د ښځینه‌وو سپورټ له‌پاره مناسب ځای او نورې لازمې اسانتیاوې نه‌شته او څوک یې غوښتنو ته هم غوږ نه‌نیسي.

دغه فوټبالرانې وايي، اوس د ۴۰ ښځینه لوبغاړو له ډلې یوازې ۱۰ یې پاتې دي.

 فرشته نظري او مهر انګېز چې جوزجان کې سپورټ کوي وايي، د لوبو له‌پاره ځانګړی او مناسب ځای نه‌لري، مالي ملاتړ یې نه‌کېږي او د سیالیو له‌پاره چې نورو ولایتونو ته ځي، هم خپلې پیسې لګوي.

دوی له حکومت او مسوولو ادارو غواړي چې د ښځینه‌وو لوبډلې بېرته جوړې او له‌پاره یې ځانګړي لوبغالي جوړ کړي.

په همدې حال کې د جوزجان ولایت په مقام کې د جندر برخې کارپوه زویا زلال هم وايي چې دې ولایت کې د ښځینه‌وو د فوټبال له‌پاره لازمې اسانتیاوې نه‌شته او مسوولان باید ورته پام وکړي.

خو د جوزجان د فوټبال فدراسیون مسوول امان‌الله فیضي وايي، د هلکانو په سپورټي لوبغالي کې یې د ښځینه‌وو له‌پاره هم ځای ځانګړی کړی و، خو د مدیریت نه موجودیت له کبله د ښځینه‌وو لوبډلې سره وپاشل شوې.

نوموړی زیاتوي، که څه هم د ښځینه‌وو لهپاره ځانګړي ځایونه نه‌لري، خو د اوونۍ په اوږدو کې یې د څو ساعتونو له‌پاره ورته د هلکانو لوبغالي ځانګړې کړي دي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د ښځینه ورزشکارانو د کمېټې مسوولې زولیا صمیمي نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره، ونه توانېدو.

جوزجان کې د ښځو برخې یوشمېر فعالانې دې ولایت کې د ښځینه‌وو د فوټبال فعالیتونو کمولو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، سپورټ ته د ښځېنه‌وو د جذب او هڅونې له‌پاره باید د پام‌وړ کار وشي او ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام