سیمه ییزو پولیسو په جلریز ولسوالۍ کې ښوونځی تړلی

د خواجه محمد علي په نوم  د هلکانو دغه ښوونځی، چې شاوخوا زر تنه زده کوونکي په کې زده کړې کوي؛ د تېرې ورځې راهیسې د سیمه ییزو پولیسو له لورې تړل شوی دی.

د جلریز ولسوالۍ د پوهنې کارکوونکی او د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وایي، چې تېره ورځ د جلریز ولسوالۍ سیمه ییز پولیس د خواجه محمد علي په نوم ښوونځي ته په خپل سر ورننوتلي، د ښوونکو او زده کوونکو تر وهلو او ډبلو وروسته يې دغه ښوونځی د زده کوونکو پرمخ تړلی دی.

شریف الله هوتک وویل، چې په جلریز ولسوالۍ کې ښوونځی، کلېنیک او د سیمه ییزو پولیسو پوسته یو بل ته څېرمه پرتې دي، چې سیمه ییزو پولیسو لومړی ښوونځی تلاشي کړی دی او بیا یې په شاګردانو او استادانو ډزې کړي دي.

له بلې خوا د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست چارواکي هم دا مني، چې په جلریز ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو ځېنې ښوونکي او زده کووونکي وهلي دي.

د دغه ولایت د پوهنې رییس فضل الرحمان طارق سلام وطندار ته وویل، چې د پېښې د څېړلو له پاره یې سیمې ته پلاوی لېږلی دی اوس یې دغه ستونزه حل کړې ده.

د پوهنې رییس وايي، چې د «موضوع له اطلاع سره سم مې والي په جریان کې کړی او له ولسوال سره مو په اړه خبرې کړي دي».

په ورته وخت کې د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالحق سلام وطندار ته وویل، چې تېره ورځ وسله الو طالبانو له دغه ښوونځي نه د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوسته برید کړی.

عبدالحق وویل، چې له برید وروسته سیمه ییزو پولیسو اجازه واخیسته او ښوونځی یې وپلټه او زیاتوي، چې اوسمهال یې ښوونځی پرانیستی دی.

تراوسه پورې وسله والو طالبانو د خواجه محمدعلي ښوونځي نه پر پولیسو د برید په اړه څه نه دي ویلي.

د دغه ولایت د سیداباد او د لوګر ولایت د بره کې برک ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو له دې وړاندې هم پر افغان امنتي ځواکونو نیوکه کړې وه، چې له ښوونځي د نظامي پوستو په توګه کاروي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام