واورې او توپان د کابل ـ بامیان لویه لار وتړله

د ډېرې واورې اورېدو او توپان له کبله د کابل ـ بامیان لویه لار د اجیګک په سیمه کې وتړل شوه.

د بامیان ولایت د ټولګټو چارو ریاست سرپرست غلام‌نبي قنبري سلام‌وطندار ته وویل، د واورې اورېدو او توپان چې د تېرې ورځې له شپږو بجو راهیسې یې پیل کړی، د اجیګک په سیمه کې د کابل ـ بامیان او د شاتو کوتل سره د یکاولنګ ـ پنجاب لویې لارې چې د ورس او پنجاب ولسوالۍ د بامیان له مرکز او د غور او دایکندي ولایتونه له کابل سره تړي، تړلې دي.

د نوموړي په وینا، د مسافرو درې موټره د شاتو په کوتل کې بند پاتې دي چې د را اېستلو او د لارې خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

دغه مسوولان زیاتوي، د واورې اورښت او توپان په ټول بامیان کې روان دي چې په پایله کې یې په قوناق کوتل کې د کابل ـ دایکندي لویه لار تړل شوې او یو شمېر مسافران هم په‌کې بند پاتې دي.

په همدې حال کې د دایکندي د ټولګټو چارو رییس خداداد سیرت سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت د تړل شویو لویو لارو د پرانستلو هڅې روانې دي.

د واورې اورښت د دایکندي ـ کابل لاره تړلې

د واورو ورېدل؛ د ولسوالیو او د غور ـ کابل لاره بنده شوې

بدخشان کې واورو د مرکز او ۹ ولسوالیو ترمنځ لارې تړلي

بله‌خوا یو مسافر چې په قوناق کوتل کې بند پاتې دی، سلام‌وطندار ته وویل، له یو موټر خلکو سره یې غوښتل چې د یوه مړي جسد له کابله بامیان ولایت ته را ولېږدوي، د نن سهار له څلورو بجو راهیسې په‌دې سیمې کې بند پاتې دي.

د دواړو ولایتونو د ټولګټو چارو مسوولان وايي، تر راتلونکیو ۲۴ ساعتونو پورې به د واورې اورښت او توپان دوام وکړي چې د هر ډول واورې ښویېدو او توپان راتلل شوني دي. هغوی له موټرچلوونکیو او مسافرانو غواړي چې د سفر پر مهال ایمني مقررې په پام کې ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام