
د محلي ابتکارونو لپاره د کاناډا د مرستو پروژې قرارداد د سلامافغانستان رسنیزې موسسې او په افغانستان کې د کاناډا سفارت ترمنځ لاسلیک شو.
د دغې پروژې موخه د کورونا ویروس په اړه عامه پوهاوی، د دغه ویروس په تړاو د سمو معلوماتو خپرول او د ناسمو اطلاعاتو پر وړاندې مبارزه او د رسنیزو فعالیتونو او ټولنیزو ملاتړو پروګرامونو له لارې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکې ټینګول دي.
دا پروژه به درې میاشتې دوام وکړي.





