
ویس بارکزی ۲۵ کلن دی، د ادارې او مدیریت په برخه کې د لېسانس په کچه زده کړې کړي دي.
د بارکزي د ټولنیزې شبکې پاڼه یو میلیون یو سل او ۳۲ زره کسانو په هېواد کې دننه او له هېواده بهر خلکو خوښه کړې ده.
دی وايي، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې ټولنیزو شبکو ته مخه کړې او د دې کار انګېزه یې له ټولنیزو شبکو په سم ډول کارول او خلکو ته د اطلاعاتو رسول دي.
بارکزی وايي، له دې لارې یې هڅه کړې، چې د ورځې مهم خبرونه، ملي مسایل، د افغانستان د ولایتونو انځورونه، د وینې ورکړې کمپاین، د خیر ښېګڼو کارونو کمپاین، د کورنیو تولیداتو کمپاین، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین او د قومي او ژبني تعصبونو په خلاف کار او کمپیان وکړي.
دی وايي، چې اوسمهال یې د وینې ورکړې او د ورکو شویو ماشومانو له پاره په خپله ټولنیزه پاڼه کمپاین کوي.
نوموړی زیاتوي، د ورځې نږدې د لسو ورکو شویو ماشومانو او د وینې ورکړې پروگرام کمپاین خبرتیا هره ورځ له پاڼې خپروي او دا یې د کار په لومړیتوب کې دی.
ویس وايي، د ورکو شویو ماشومانو په اړه کومه خبرتیا، چې له خپلې پاڼې خپروي زیات شمېر یې پیدا کېږي او همدا پاڼه د دې لامل کېږي، چې کورنۍ یې خبرې شي.
بارکزی کیسه کوي، څو ورځې مخکې یو ماشوم یې له خپلې کورنۍ ورک شوی و، کله یې چې د ورک شوي ماشوم انځور له خپلې پاڼې خپور کړ له ۱۵ دقیقو وروسته هغه ماشوم پیدا شو او کورته وسپارل شو.
زاهد یو پلار دی او د اختر په ورځو کې یې درې کلنه لور لادرکه شوې وه، چې د ویس بارکزي د پاڼې په خبرتیا پیدا شوه.
زاهدي سلام وطندار ته وویل، لور یې صبرینا نومیږي، چې درې ساعته له خپلې کورنۍ ورکه شوې وه.

نوموړی وايي، چې له ټولنیزې پاڼې یې انځور خپور شو او لور یې ژر تر ژره پیدا شوه.
زاهد وايي، که د لور د ورکې اعلان یې د جومات او رسنۍ له لارې کړای وای، ښایي وخت یې نیولی وای، خو فیسبوک کارونې یې چاره اسانه کړه.
د خالد فردي په نوم یو بل وګړی وايي، چې د کابل په اوومه ناحیه کې یې یوه ۷ کلنه نجلې ومندله او د نجلې انځور یې له خپلې شمېرې سره ویس بارکزي ته ولېږه، چې وروسته د ورکې شوې نجلې مور را سره اړیکه ونیوله او لور یې پیدا شوه.
ویس بارکزی د ټولنیزو شبکو له کارونکو غواړي، چې د مستعارو او جعلي پاڼو له جوړلو ډډه وکړي.
دی له خلکو غواړي، نه دې پرېږدي، چې له خپلو پاڼو قومونو او مشرانو ته سپکاوی وشي.
نوموړی تر اوسه پورې د بېلابېلو بنسټونو لکه ملي شورا، د مدني ټولنو بنسټ او د نورو له لوري په ستاینلیکونو ستایل شوی او د امریکا د متحده ایالاتو د رومي تندیس په اخیستلو د ټولنیزو شبکو غوره او ښه کاروونکی ښودل شوی دی.





