د حج او اوقافو وزير: د کورونا د مخنیوي لپاره دې د جمې د لمانځه په اړه عالمان یوه تفاهم ته ورسېږي

د حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب وايي، ټول هېواد کې یې دیني عالمانو ته لارښوونه کړې چې د کورونا ویروس په اړه دې جوماتونو کې د  ممبرونو له لارې غږ پورته کړي او دا چاره به تر هغې جاري وي چې څو کورونا ویروس په بشپړ ډول نه وي کنټرول شوی.

منیب زیاتوي چې پر کورونا ویروس د اخته کېدو او د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه دې د جمې د لمانځه په اړه عالمان یوه تفاهم ته ورسېږي.

د حج او اوقافو وزیر وايي، خلک دې ستړي مه‌شې کې له لاس او غاړې ورکولو ډډه وکړي.

مولوي عبدالحکیم منیب د خپلو خبرو په دوام کې وویل، ټولو خطیبانو ته یې ویلي چې خطبې لنډې کړي او خلکو ته یې وینا ده چې سنت او نفلي لمونځونه دې په کورونو کې وکړي.

د حج او اقافو وزیر زیاتوي، یو شمېر کړۍ هڅه کوي د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د ځینو اسلامي احکامو پلي کولو کې د دیني عالمانو تر منځ اختلاف پیدا کړي؛ خو دا هغه وخت دی چې تر هر څه مخکې یووالي ته اړتیا ده.

ډاکټران وایي، تبه، زکام، سردرد، وچ ټوخی، ساه لنډي او ځان درد هغه نښې دي چې په کورونا د اخته کس په بدن کې راڅرګندېږي.

 د علماوو د سرتاسري شورا غړی، شېخ خدا بخش محسني وايي، ناروغۍ په ځانګړي ډول کورونا ویروس هر چا ته لګېدونکی دی، خلک دې هغه ټولې لارښوونې عملي کړي چې د ډاکترانو او دیني عالمانو له لوري خلکو ته ورکول کېږي.

 نوموړی زیاتوي، که یو ځل دا ناروغي په ډېرېدو شوه، بیا به یې کنټرول د حکومت له وسې پورته وي.

دغه راز د پل خشتي جومات خطیب او د علماوو شورا غړي مولوي عنایت الله وايي، په نبوي احادیثو کې راغلي چې که چېرې کوم ځای کې وبا یا ساري ناروغي خپره شوه، نو هلته دې خلک له ورتګه ډډه وکړي او دغه راز د هماغه ځای خلک دې نورو سیمو ته له تلو ډډه وکړي.

ديني عالمان داسې حال کې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه راټول شوي چې همدا نن عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز یوې خبري غونډه کې وویل، هېواد کې د کورونا ویروس لس نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې دوه په کابل کې دي.

دې سره ټول هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۴ ته لوړ شو. کورونا ویروس په لومړي ځل چین کې خپور او له هغه ځایه نږدې د نړۍ ټولو هېوادونو ته خپور شو.

ډاکټران وايي، خلک دې د ماسک کارولو تر څنګ لاسونه په صابون او اوبو په ځلونو ځلونو مینځي او ډېرې ګڼې، ګوڼې ته دې له ورتلو ډډه وکړي.

دغه راز حکومت هم د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه ټولې دولتي او نادولتي ښوونیزې ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه رخصت کړي او په هر ډول ټولېدنو او جشنونو یې بنډیز لګولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام