هلمندي دیني عالمانو ځانمرګي بریدونه حرام وبلل

هلمند کې نن څه باندې ۵۰ دیني عالمانو د یوې غونډې پرمهال په هېواد کې ځانمرګي بریونه حرام وبلل. دغو عالمانو وویل چې پاکستاني عالمان د خپل هېواد له‌پاره له اسلامه استفاده کوي او په‌خپله خاوره کې ځانمرګي بریدونه او ترهګریز فعالیتونه حرام بولي؛ خو د نورو له‌پاره څه نه وايي.

عالمان وایي، که څوک پاکستان کې ځانمرګی برید حرام او افغانستان کې حلال ګڼي؛ د اسلام له مبارک دین سره په ټکر کې واقع کېږي.

دیني عالم مولوي مولانا، مولوي حق‌پرست او مولوي موسوي په یوه خوله افغانستان کې دا بریدونه څه چې په ټولې اسلامي نړۍ کې حرام وبلل او زیاته یې کړه، هېڅ مسلمان سره نه ښيي چې په اسلامي هېواد کې داسې عمل تر سره کړي چې د ده د وژل‌کېدا تر څنګ نور مسلمانان هم زیانمن شي او یا د هغوی ژوند واخلي.

د دې غونډې پرمهال د هلمند د حج او اوقافو رییس حافظ‌‌ محمد داود مدقیق هم د دیني عالمانو دا عمل وستایلو او زیاته یې کړه چې په اسلام کې ورته ځانمرګی برید یو ناروا عملل بلل شوی او باید له‌دې کاره ټول مسلمانان نفرت وکړي.

دې دیني عالمانو د غونډې په پای کې یوه فتوا هم لاسلیک کړه او له ټولو عالمانو یې وغوښتل چې دا فتوا د هلمند ټولو عالمانو ته ورسوي.

دا لومړی ځل دی په هلمند کې دیني عالمان په یو غونډه کې خپل غږ اوچتوي او ځانمرګي بریدونه حرام بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام