
د پنجشېر ولایت حصهاول ولسوالۍ پشغور کلي تېره شپه یوه غره په سر د یوه طبیعي حوض دېوال ونړېد او اوبه يې د کلي پر لور جاري شوې چې د پشغور کلي اوسېدونکیو کورونه یې ونړول.
د پنجشېر د والي ویاند عبدالودود عليمردان دمګړۍ د دوو ښځو په ګډون د ۶ کسانو وژل کېدل تاییدوي. د دغو کسانو مړي اوبو له ځان سره وړي دي.
د ده په وینا، په سلګونو جریبه ځمکه ویجاړې شوې ځمکې کې، کورونه، جوماتونه، ښوونځي او پلونه لهمنځه تللي دي.
د ښاغلي عليمردان په وینا، د پنجشېر ځايي ادارې د زیانمنو وضعیت ته د رسېدنې لهپاره په ولایت او د پېښې ځای کې دوه کمېسیونونه جوړ کړي چې زیانمنو ته د اړتیا وړ مرستې ورسوي.
سره لهدې چې د پنجشېر والي د ۱۳۰ کورونو خرابوالی تاییدوي؛ خو د پنجشېر ولایتي شورا رییس عظیم مرزايي وايي چې پهدې پېښې کې د استوګنې ۱۵۰ کورونه، ۱۰۰ دوکانونه او لسګونه عرادې موټرې له منځه تللې دي.
د ښاغلي مرزايي په وینا، زیانمن شوي کسان بېړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري.
ویل کېږي چې د سېلابونو له امله د پنجشېر ولایت درې کیلومتره عمومي سړک ویجاړ شوی او د حصهاول او پریان ولسوالیو مواصلاتي لارې د تګ ـ راتګ پرمخ تړل شوېدي.





