
نن به کابل کې له خبریالانو سره د جرمونو معافیت پای ته رسولو نړۍواله ورځ و نمانځل شوه.
نمانځغونډې ته د خبریالانو خوندیتوب کمېټې رییس نجیب شریفی وویل، په ۲۰۱۷ کال کې په بېلابېلو پېښو کې د رسنیو ۲۰ کارکوونکي او په ۲۰۱۸ کال کې ۱۴ خبریالان وژل شوي.
د ده په وینا، که وضعیت همداسې روان وي؛ د وینا ازادي او د خبریالانو ژوند به له ګواښ سره مخ وي.
ښاغلي شریف له افغان حکومت او ملګرو ملتونو د رسنیو کارکوونکیو د امنیت او د سولې په خبرو کې د وینا ازادۍ ته د ارزښت ورکولو په تړاو د جدي پام غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې له خبریالانو سره د جرمونو معافیت پای ته رسولو نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو لوی منشي پهخپل ویډیویي پیغام کې په نړۍواله کچه د خبریالانو وضعیت اندېښمنوونکی ګڼلی او له هېوادونو یې دې موضوع ته د پام کولو غوښتنه کړېده.
نمانځغونډې کې د افغانستان لهپاره د ملګرو ملتو مرستندویه دفتر یا یوناما مشر تدامیچي یاماموتو د وینا ازادي هغه ارزښت وبللو چې باید هېڅکله پرې معامله ونهشي او د معافیت فرهنګ باید پای ته ورسېږي.

ده د ملګرو ملتونو د یو استازي په توګه له رسنیو د ملاتړ ډاډ څرګند او ژمنه یې وکړه چې پهخپل ټول توان به د وینا ازادي دفاع کوي.
غونډې ته د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وویل، حکومت د وینا ازادي او د رسنیو کارکوونکیو د خوندیتوب په اړه د پام وړهڅې کړېدي. ده د خبریالانو امنیت د نظام لهپاره سره کرښه وګڼله.
د ملګرو ملتونو عمومي مجمع په ۲۰۱۳ کال کې د نومبر دویمه له خبریالانو سره د جرمونو معافیت پای ته رسولو نړۍواله ورځ ونوموله. د غړیو هېوادونو له حکومتونو وغوښتل شول، هغه کسان چې له خبریالانو سره تاوتریخوالی کوي؛ مسوولیت یې درک او محکمې ته ور وپېژندل شي.
دا داسې مهال ده چې په افغانستان کې خبریالان نه یوازې دا چې د دولت وسلهوالو مخالفانو له وژنو، تاورتریخوالي او ګواښونو سره مخ دي؛ بلکی د نظام دننه هم ګواښل کېږي.
داسې راپورونه هم شته چې په ځېنو رسنیو کې هم د خبریالانو حقونه تر پښو لاندې کېږي او له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.





