
د بدخشان والي احمدفیصل بېګزاد وايي، د ملي امنیت کارکوونکیو د حقالسکوت اخیستونکې ډلې دوه سرلاري بسمالله چې په شنکر مشهور دی او بصیر ونیول.
د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې پر یوه ماشوم د جنسي تېري په اړه ترلاسه شوي سندونه ښيي چې تېري کوونکي یاد ماشوم ګواښي، که پیسې ور نهکړي، ترې اخیستل شوی فېلم به په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړي.
د دغه جنسي تېري قرباني احمدالله چې ۱۶ کلن دی وايي، شنکر نومي کس لومړی د کړکیو کچ اخیستو په پلمه د ګلمحمد دنبوره کور ته بوت او وروسته یې په زوره پرې جنسي تېری وکړ.
د احمدالله په وینا، تېري کوونکیو پر ده د جنسي تېري له بهیره تر فېلم اخیستو وروسته و ګواښه، که ۵۰ زره افغانۍ ور نهکړي، فېلم به یې په فېسبوک کې خپور کړي.
نوموړی زیاتوي، د شنکر په نوم یو کس دوکان ته راغی. راته ویل یې چې زموږ د کړکیو د ښيښو کچ واخله. دی وايي، متر او کتابچه واخیستل، ورسره روان شوم. وروسته په یوه موټر کې څو کسان راغلل او په وهلو ډبولو یې د ګلمحمد دنبوره کور ته د ننه کړم، چاکو یې پر غاړه را کېښود، جنسي تېری یې راباندې وکړ، وروسته یې فلم راوښود او ویل یې، که ۵۰ زره افغانۍ ور نهکړم، فېلم به مې خپور کړي. احمدالله زیاتوي، ۱۵ زره افغانۍ مې ورکړې، نورې یې نه لرلې او وخت یې ترې غوښتی دی.

په همدې حال کې پر جنسي تېري تورن شنکر چې اوس بندي دی وايي، پر چا یې جنسي تېری کړی نهدی او که پرې ثابت شو، هر ډول سزا ته تیار دی.
خو ترلاسه شوي سندونه ښيي چې ګلمحمد دنبوره او بسمالله چې په شنکر مشهور دی، دغه تنکی ځوان ګواښي، که پیسې ور نهکړي، پر نوموړي د جنسي تېري فېلم به پر انټرنېټ خپور کړي.
بلهخوا د بدخشان چارواکي وايي، دد یادې ډلې دوه سرلاري یې له کره سندونو سره نیولي او هڅه کوي چې نور غړي یې هم ونیسي.





