کورونا؛ نن يې هېواد کې ۷۵۸ تازه پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلا بېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۷۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټول هېواد کې په کووېډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷ زره او ۲۶۷ ته لوړ شوی دی.

د کرونا ویروس له دغو ۷۵۹ پېښو تر ټولو ډېرې کابل او هرات کې ثبت شوې دي.

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له کبله ۲۴ کسان مړه شوي او ۷۸ بېرته روغ شوي چې د ټولو مړو شوو شمېر ۲۹۴ او د بېرته رغېدلو هم ۱۵ سوه او ۲۲ ته رسېږي.

دې سره ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۶ میلیون او ۴۵۰ زرو اوښتی چې له دې ډلې یې څه باندې ۳ لکه او ۸۲ زره مړه شوي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام