کندهار کې د نشه‌يي توکیو کښت نږدې ۵۰ سلنه کم شوی

کندهار کې له مخدره توکیو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي، سږکال په‌دې والیت کې د نشه‌يي توکو په کښت کې د نږدې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.

له مخدره توکیو سره د مبارزې ریاست مشر ګل‌محمد شکران وايي، تېر کال په ۳۵ زره جریبه او سږکال په ۱۸ زره جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي چې ۱۰ زره یې کروندګرو په‌خپله خوښه اړولي دي.

ښاغلی شکران د نشه‌يي توکیو په کښت کې د کموالی لامل، کندهار کې د اېم‌سي موسسې له‌خوا د پستې باغونو جوړېدل او کروندګرو ته په عصري ډول د انګورو باغونو ور معرفي کول دي.

هغه زیاتوي، هڅه کوي د همکارو موسسو په مرسته کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونو او د هغوی حاصلاتو ته د بازار پیدا کولو له لارې، د کوکنارو د کښت کچه نوره هم را کمه کړي.

کندهار کې یو شمېر کروندګر وايي، د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له امله کوکنار کري او چارواکیو ورسره د کوکنارو نه کرلو بدل کې ژمنې کړي؛ خو تر اوسه نه‌دي عملي شوي.

د کندهار د میوند او شاهولیکوټ ولسوالیو کروندګر محمداکرم او شریف‌الله وايي، که نورو برخو کې ورته د کار زمینې برابرې شي؛ د کوکنارو له کښت به لاس واخلي.

د دوی په وینا، که دولت د حاصلاتو اسانتیاوې ورکړي او وړ بازار ورته پیداکړي؛ په عمر به کوکنار ونه‌ کري.

دا مهال کندهار کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان په نشه‌يي توکیو روږدي دي چې ۱۰ زره یې یوازې ښځي دي.

چارواکي وايي، که په نشه‌يي توکیو روږدی کس د ورځې یو ډالر په مخدره توکیو ولګوي؛ نو یوازې په کندهار کې به د ورځې ۱۰۰‌زره او په میاشت کې ۳ میلیونه ډالر په کندهار کې لګېدلي‌ وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام