
سره له دې چې د کورونا ویروس له خپرېدو مخکې هم په هلمند کې د پولیو ضد واکسین په اساسي ډول نه کېده او د کور پر کور واکسین کولو پر ځای د سیمي او محل په کچه واکسیناتورانو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې وه، خو بیا هم تر نشت يې دغه لاره هم اغېزناکه بلل کېده، خو اوس د پولیو ضد واکسین د محلي کچې دغه کمپاینونه درېدلي دي.
د هلمند د عامي روغتیا رییس عبدالاحد حازم وايي، په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې د ګوزڼ ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د حازم په خبره، د کورونا ویروس له خپرېدو سره سم یې د ګوزڼ د مخنیوي واکسینونه په ټپه درېدلي چي له امله یې په دغه ولایت کي ۱۱ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي دي.
د هلمند خلک د عبدالاحد حازم پر دغو دلایلو قناعت نه کوي. دوی د پولیو له خپرېدو ویره لري او د اساسي حل لارې غوښتنه کوي.
دغه اوسېدونکي وايي، په هلمند کې پر پولیو د ډېر شمېر ماشومانو د اخته کېدو له امله اندېښمن دي او حکومت یې باید د مخنیوي لپاره ژر تر ژره لاس پهکار شي.
د هلمند اوسېدونکې عبدالخالق او لعلمحمد صفا وايي، په دغه ولایت کې د پولیو مثبتې پېښې په ډېرېدو دي او حکومت هم د یادې ناروغۍ د واکسین په درولو سره پر هلمندیانو ظلم کړی دی.
د دوی په وینا، د حکومت ټول پام پر کورونا ویروس ور ټول دی او پهکار ده چې په دغه ولایت کې د پولیو پر وړاندې هم لازم اقدامات وکړي.
ګوزڼ یا فلج درمل نه لري او تر ډېره د ماشومانو پر پښو، لاسونو یا د بدن پر نورو غړیو برید کوي او له کاره یې غورځوي.
د هلمند اوسېدونکی قدرتالله په کوچني عمر کې ګوزڼ وهلی او اوس ۱۱ کلن دی.
د قدرتالله د کورنۍ غړي وايي، ژوند يې سخت تېرېږي او حکومت هم دا ډول ناروغان له پامه غورځولي دي.
دوی غوښتنه کوي چې د قدرتالله له حالت نه د نورو ماشومانو د ساتلو لپاره باید حکومت ناغېړي ونه کړي.
د قدرتالله د کاکا زوی احسانالله وايي، له دغه ناروغ سره ټوله کورنۍ په تکلیف ده او حکومت باید په دغه ولایت او ټول هېواد کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین تطبیق کړي، څو نور کسان ترې وژغورل شي.
که څه هم اوس په ټول هېواد کې د حکومت پام د کورونا ویروس پر مخنیوي ورټول دی، خو خلک د پولیو ضد واکسین د بېرته پيل غوښتنه هم لري، څو ماشومان يې له دایمي فلجه وژغورل شي.





