
کابل ته د ترکیې لومړي وزیر بنعلي یلدریم په راتلو د افغان- ترک ښوونځیو زدهکوونکیو کمېټې غړي کابل کې په یوې غونډه کې یو ځل بیا د ترکیې دولت ته د دغو ښوونځیو د مدیریت چارو لېږدولو پر وړاندې اعتراض وکړ.
هغوی وايي، یوشمېر دولتي بنسټونه د هغوی مخالفه دي او ټولې هغه پرېکړې چې د دغو موسېسو په تړاو نیول شوي د قانون خلاف او له حکومتي چارواکیو غواړي هر څه ژر د خپلو پخوانیو پرېکړو په تړاو تجدید نظر وکړي.
د افغان- ترک ښوونځیو د زدهکوونکیو کورنیو کمېټې مشر انجینیر پښتون وايي، د دوی حرکت قانوني دی او دا هغه مهال امکان لري چې مقابل لوری هم قانوني چلند وکړي.
د هغوی په اند، که چېرې کابل ته د ترکیې لومړي وزیر سفر د دغو ښوونځیو د نظم لهمنځه وړلو لامل شي؛ دغه موضوع به د ترکیې او د افغانستان د خلکو د ګټو خلاف وي.
په همدې حال کې د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د ترکیې له لومړي وزیر سره یوې خبري غونډه کې ترکیې دولت ته د افغان- ترک ښوونځیو د مدیریت لېږدولو هوکړهلیک پر تطبیق ټینګار کوي.
عبدالله عبدالله وايي، د ښوونځیو او د ترکیې پوهنې فونډېشن په اړه هوکړهلیک لاسلیک شوی او کوم معلمین چې له ترکیې راځي، مسولیت دې واخلي او د افغانستان پوهنې وزارت او د پوهنې بنسټ ترمنځ دې ګډ نظارت رامنځ ته شي.
د افغان- ترک ښوونځیو د زدهکوونکیو کورنیو کمېټې غړو په وینا، افغان حکومت د فشار لاندې راتلو له کبله، د ترکیې دولت نامعقولو او نامشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی دی.





