پکتيا کې د ښوونځيو جوړولو ته خلکو ۷۲ جريبه ځمکه وړيا ورکړې

د پکتيا پوهنې رياست مسوولان وایي، دې ولایت کې پوهنې ته د خلکو لیتوالتیا په بې‌سارې توګه لوړه شوې چې ښکاره بېلګه یې په‌خپله خوښه او وړتیا توګه د خلکو له لوري ښوونځیو ته ځمکې ډالۍ ده.

د پوهنې ریيس کوچي ځاځي نن ګردیز کې خبري غونډې ته وويل، سره له‌دې چې په‌دې ولايت کې ځمکه کمه ده؛ خو بيا هم خلکو له پوهنې سره د بې‌سارې لیوالتیا له‌مخې ۷۲ جریبه ځمکه – چې ۶۰ میلیونه افغانۍ ارزښت لري ـ د ښوونځيو جوړولو له پاره ورکړې‌ده.

د پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځي دا هم وویل چې د روان کال په اوږدو کې ځایي خلکو د ښوونځیو رغاونې په موخه شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانۍ بسپنه هم کړې‌ده.

ښاغلی ځاځي زیاته کړه په پام کې ده په راتلونکي کال د دولت په لګښت هم دغلته ۴۰ ښوونځي جوړ شي.

د پکتيا په مرکز او ټولو ولسواليو کې ۳۶۰ ښوونځي شته چې شاوخوا ۲۲۰ يې ودانۍ نه‌لري.

ورته مطالب:

یو نالوستي د نجونو ښوونځي ته وړیا ځمکه ورکړه

هلمند کې ۱۰۰ تړلي ښوونځي بېرته پرانستل کېږي

زابل کې ۶۵ تړلي ښوونځي پرانیستل شوي

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام