
د بامیان ـ غور پر لویه لار د پنجاب ولسوالي په خارقل کوتل کې د واورې اورېدو او ښویېدو او توپان له کبله له ۲۰۰ ډېر مسافر بند پاتې دي.
یاد مسافر وايي، له تېرو درې شپو او ورځو راهیسې په دغه کوتل کې د واورې ښویېدنې له امله بند پاتې دي، خو په بامیان کې د حکومت سیمهيیزې ادارې تر اوسه د دوی د ژغورلو لپاره اقدام نه دی کړی.
یو مسافر رضا مومني سلاموطندار ته وویل چې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان چې ناورغان هم پهکې شامل دي، له دوی سره په یاده سیمه کې بند پاتې دي.
خو د بامیان د ټولګټو چارو ریاست سرپرست غلامنبي قنبري وايي، له تېرو دوو شپو او ورځو راهیسې د لارې پرانستلو لپاره کار کوي او اوس یې یاد مسافر په هوټلونو کې ځای پر ځای کړي او جدي ستونزې نهلري.
د نوموړي په وینا، نن به د شاتو غاښی خلاص شي، خو ابقل کرمان نه؛ ځکه د هغه پرانستل ډېر کار غواړي.
قنبري دغه راز مني چې یوې امیندوارې ښځې د یکاولنګ ـ پنجاب پر لویه لار د واورې اورېدو او توپان له کبله خپل ژوند بایللی دی.
د بامیان ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وايي، د بندو لارو پرانستلو لپاره جدي کار روان دی او د نن ورځې تر پایه به یې ځینې د ټرافیکو پر مخ پرانستل شي.





