د ۱۳۹۷ ښوونیز کال زنګ وکړنګول شو

۱۳۹۷ ښوونیز کال، د ولسمشر غني له‌خوا د ښوونځي زنګ په کړنګولو رسما پيل شو.

د سږکال ښوونځیو زنګ داسې مهال کړنګول کېږي چې تراوسه په هېواد کې ۳،۵ میلیونه په شرایطو برابر ماشومان له ښوونې او روزنې محروم پاتې دي او ۱۰۰۰ بابه ښوونځي په ټول هېواد کې د ناامنۍ له امله تړلي دي.

ولسمشر غني نن ورځ په اماني لېسه کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، سره له دې پوهنې لاس ته راوړنې درلودې خو د ښوونې کیفیت لا هم ټیټ دی. غني ۹۷ کال له پوهنې د ملاتړ کال ونومولو.

اشرف غني وايي، د ۶۰۰۰ نویو ښوونځیو جوړولو په خاطر یې ۲۰۰ میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې کړې او ویې ویل، د ښوونکیو له‌پاره یې هم ځمکې پام کېنیولي دي.

غني په پوهنې وزارت کې د سمون په راوستو ټینګار وکړه، ویې ویل، د ښوونکیو بستونو ته به د اداري سمون او ملکي خدمتونو له لارې په راڼه ډول ازموینه واخیستل شي؛ زیاته یې کړه، سږکال به د کتابونو او درسي توکیو په برخه کې شته کمۍ هم پوره کړي.

له کابل سربېره نن ورځ به مزار، خوست، کونړ، لوګر، تخار او څوو نورو ولایتونو کې هم د پوهنې ریاستونو له‌خوا د ښوونځیو پيل زنګ وکړنګول شو او نوی ښوونیز کال یې رسما پيل کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام