د جوزجان په قرقین ولسوالۍ کې امو سیند شاوخوا ۵۰۰ کورونه ویجاړ کړي

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکي د امو سیند د اوبو سطحې راپورته کېدو له امله بې ځایه شوي دي.

د دې ولسوالۍ خلک حکومت تورنوي، په هغو سیمو کې چې کرنیزې ځمکې او کورونه د امو سیند د ویجاړولو له ګواښ سره مخ دي، هېڅ ډول استنادي دېوالونه یې نه دي جوړ کړي.

د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالخالق وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په امو سیند کې اوبه زیاتې شوي، چې ۵۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې وړې ده.

دی وايي، چې "ولسي خلک په کلیو کې له کورونو لس او شل افغانۍ راټولوي، بوجۍ پرې اخلي او بیا د اوبو د تخریب مخنوی کوي."

د دې ولسوالۍ یو بل استوګن محمد قل سلام وطندار ته وویل، چې د امو سیند له وېرې سلګونه کورونه ریګ روان سیمې ته کډه شوي او هلته خلک د اوبو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

دی وايي، چې حکومتي مسوولین باید دغې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

د جوزجان ولایتي شورا غړې حلیمه صدف کریمي د اموسیند د اوبو سطحې له راپورته کېدو اندېښنه ښيي او وايي، چې بې ځایه شوې کورنۍ د اوبو، خوراکي توکو له نه شتوالي او سړې هوا سره مخ دي.

مېرمن کریمي وايي، که د قرقین بې ځایه شویو کورنیو سره لازمې مرستې ونه شي، ماشومان به یې له بېلابېلو ناروغیو سره مخ شي.

په ورته وخت کې د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي، چې د امو سیند د اوبو زیاتوالي او ویجاړتیا له امله د بې ځایه شویو کورنیو حالت ښه نه دی او سیمه ییز حکومت له دومره شمېر بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې توان نه لري.

غفوري وايي، چې سیمه ییز حکومت د اموسیند اوبو د تخریب په برخه کې د ۳۰ کیلو مټرو ساحې څېړنه پیل کړې، چې استنادي دېوالونه ورته جوړ کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام