
د ننګرهار والي سلیم کندوزي نن یک شنبه (اکټوبر۲مه) د ګڼ شمېر قومي مشرانو او ژورنالستانو په شتون خپله استعفا اعلان کړه.
کندوزي د خپلې استعفا یو لامل دا په ګوته کړ، چې ګني افغان دولت په ځينو برخو کې د ده ملا نه ده ور تړلې او نه یې هم د ننګرهار د ولسونو ستونزو ته لازم مثبت ځواب ورکړی.
دغه غونډه د ولایت مقام په کرزي نومي حال کې جوړه شوې وه، چې په کې یو شمېر قومي مشران د سلیم کندوزي پر استعفا خواشيني وو او هغه یې د ننګرهار له پاره یو ښه والي وباله.
سلیم کندوزی وايي، چې ده په خپله خوښه د ولایت له مقامه استعفا ورکړې.
نږدې ۲ کاله کېدل، چې سلیم خان کندوزي د ننګرهار ولایت د والي په توګه دنده ترسره کوله.
له دې وړاندې د ننګرهار ځينې اوسېدونکي د سلیم کندوزي له کړنو خوښ نه ښکاريدل او په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي توګه فیسبوک کې يې د هغه د ځينو بې کفایتیو په اړه لیکنې کولې.
تر دې دمه لا مالومه نه ده، چې له سلیم کندوزي وروسته به څوک د ننګرهار د والي په توګه ټاکل د حکومت له لوري ګومارل کيږي.





