
په هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له لوړېدو سره سم، په ځینو ولایتونو کې ګرځبندیز وضع شو، کابل او هرات قرنطین او هلمند، کندهار نیمه قرنطین اعلان شول.
کابل ښار به د کورونا ویروس د ټولنیز خپرېدو له وېرې ۳ اوونۍ په قرنطین حالت کې وي؛ خو له هغه وروسته چې کابل ښار کې د خلکو د ګرځېدو او قرنطین ته د نه پاملرنې خبرونه خپاره شول، کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې په دویمه ورځ هم د ګرځبندیز او پر کاروبار لګول شوي محدودیتونه رضایت بښوونکي نه وو او خلکو ورته پاملرنه نه ده کړې.
د ياد وزارت ویاند طارق ارین سلام وطندار سره خبرو کې وايي چې کابل ښاریان د قرنطین اصولو ته پاملرنه نه کوي او لاهم د ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې حضور لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکوي چې که چېرې خلک اصول رعایت نه کړي، پولیس او امنیتي ځواکونه به له قانون سره په سم چلند لاس پورې کړي.
د کورونا ویروس د پراختیا له کبله ځینو ولایتونو کې هم پر ګرځېدو محدودیت لګول شوی.
هرات چې څلور ورځې کېږي د ورځې له خوا پر ګرځېدو په کې محدودیت لګول شوی، نسبتي ډول ارامه ورځې تېروي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دغه ولایت کې پر ګرځېدو محدویت په جدي توګه اعمال شوی، خو د دغه ولایت اوسېدونکي د بېلابېلو دلایلو له مخې ښار کې حضور پیدا کوي.
هلمند هم د کورونا ویروس د خپرېدو د وېرې له کبله سر له ننه په نیمه قرنطین حالت کې دی.
د ياد ولايت د والي ویاند عمر ځواک سلاموطندار ته وايي، دولتي ادارې، تفرېحي ځایونه، حمامونه، کافيشاپ او هغه مارکېټونه چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وي، د دوو اوونیو لپاره قرنطین کېږي.
د هېواد سوېل ختیځ د پکتیا مرکز ګردېز کې هم پر ګرځېدو د محدودیت لومړنۍ ورځ عملي شوه.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي وویل، دغه پرېکړه مرکز ګردېز ښار کې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره شوې ده.
د کټوازي په وینا، که څه هم تراوسه دغه ولایت کې د کورونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو روغتیايي تدابیر سخت شوي او د کورونا ویروس تشخیص لپاره یو ۳۰ بستریز روغتون هم په پام کې نیول شوی دی.
کندهار کې هم دوه ورځې کېږي چې په کې پر ګرځېدو محدودیت لګول شوی.
د ياد ولايت د والي ویاند بهیر احمدي سلاموطندار ته وايي، دغه ولایت هم نیمه قرنطین شوی دی.
د نوموړي په وینا، روغتیايي خدمات او نورې برخې چې لومړني خدمتونه وړاندې کوي، پرانیستي دي؛ خو غیرضروري برخې تړل شوې دي.
د ټول هېواد په کچه تراوسه د کورونا ویروس ۱۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۳ يې مړه شوی او ۵ نور بيا چوړ شوي دي.





