هر کال په همدغه ورځ د بېلابېلو داوطلبو وګړو له لوري د وينې په مرکز کې وينه ورکول کيږي او وروسته د وينې له سلامتۍ څخه اړينو اشخاصو ته د وينې په بانک کې ساتل کيږي.
دغه ورځ د عامې روغتيا وزارت له لوري ( له تاسو مننه کوم، چې زما ژوند مو وژغوره) تر عنوان لاندې ونمانځل شوه.
د عامې روغتيا وزارت مسوولینو له ټولو ښاريانو غوښتنه وکړه، چې د وينې د ورکړې فرهنګ د رواجولو له پاره خپلې هڅې وکړي.
د کابل معالجوي طب مشر قمر الدین حافظ وویل، چې د وينې ورکړه د وينې ورکوونکي قرباني ښيي او دغه موضوع زيات شمېر مېرمنې د زیږون پر مهال له مرګ نه ژغورلې ده.
نوموړي زياته کړه، چې دوی تر اوسه ۲۷ زره د وينې ورکوونکو اشخاصو نمونه ثبت کړي، چې ۹۴ سلنه پکې نارينه تشکيلوي.
همدارنګه د افغانستان له پاره د نړۍ د صحت سازمان غړی ابوزېد وویل، چې د وينې ورکړه د ډېرو اړمنو اشخاصو ژوند يې ژغورلی دی.
د عامې روغتيا وزارت د مسوولانو په وينا، د تېرې يوې لسيزې راپه دېخوا د اشخاصو د وينې په ورکړه کې ۱۰۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.
ډاکټران وايي، چې د وينې ورکړه د انسان بدن ته ضرر نه بلکې زياته ګټه لري او هر صحتمند انسان ته لازمه ده، چې په کال کې د خپل وزن مطابق وينه ورکړي.
په ننګرهار کې (مونږ وینه ورکوو؛ وینه نه تویوو) تر عنوان لاندې د دغې ورځې نمانځنه
په ننګرهار کې خیریه ټولنو د وینې ورکړې نړیواله ورځ د ننګرهار والي سلیم کندوزي د وینې په اخیستلو ونمانځله.
سلیم کندوزي، په ننګرهار کې د خیره ټولنې د نورو لسګونو رضاه کارانو ترڅنګ د وینې ورکړې په کمپاین کې د خپلې وینې په ورکولو ګډون وکړ.
والي له ټولو خلکو غوښتنه وکړه، چې د خیر په دغه کار کې برخه واخلي، وینه ورکړي او ژوند وژغوري.
د یکشنبې ورځ د (جون میاشتې 14 مه) د وینې ورکړې له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.
په جلال اباد کې د ژوند خیره ټولنې رضاه کارانو او د خیریه ټولنو د همغږۍ مرکز په ګډه همکارۍ دغه ورځ د وینې په ورکړې سره ونمانځله.
د ژوند خیره ټولنې یو رضا کارسلیمان ځاځي سلام وطندار ته وویل، چې د وینې ورکړې په نړیواله ورځ د وینې بانک ته راغلی او د ژوند ژغورونو له پاره یې ۳۰۰ سیسي وینه ورکړې ده.
ځاځي وویل، دوی دغه ورځ د وینې ورکړي په دود نمانځي.
یو بل تن رضا کار چې حمد الله ارباب نومیږي وايي، چې د وینې نړیواله ورځ یې د وینې په ورکولو سره و نمانځله.
ده زیاته کړه چې موږ خلکو ته دا ښیو چې موږ وینه نه تویوو بلکې وینه ورکو او ژوند ژغورو.
د ارباب په وینا، د خلکو لخوا دا ډول رضاکاره کارونه په ټولنه کې یو له بل سره د مرستې او لاس کولو روحیه پیاوړې کوي.
عطا محمد هیله من، د ژوند خیره ټولنې رضا کار ځوان دی، نوموړي ۵۰۰ سیسي وینه د وینې بانک ته ورکړه.
دی وايي چې زه له ټولو هغو کسانو نه مننه کوم چې د خیر په کار کې ستړتیاوې نه حس کوي.
د وینې ورکړې د ورځې په نمانځلو کې لسګونو تنو برخه اخیستې وه او د عامې روغتیا روغتون د وینې په بانګ کې يې د اړمنو ناروغانو لپاره خپله وینه جمعه کړه.
د ژوند خیره ټولنې او د خیریه ټولنو د همغږۍ مرکز په استازولۍ اکرام الله اکرام سلام وطندار ته وویل؛ د دوی لسګونه تنو رضاکارنو د وینې ورکړې نړیواله ورځ د خپلو وینو په ورکړې ولمانځله.
هغه زياته کړه، کابو ۳۰۰۰۰ سیسي وینه په بانک جمعه شوې ده چې د روژې په میاشت کې به ترې د اړو ناروغانو ګټه واخیستل شي.
د اکرام په وينا، د دوی له رضاکارانو له خوا به د وینې ورکړې دغه کمپیان د چهارشنبې تر ورځې پورې روان وي، تر څو د روژې په میاشت کې ناروغان او په ځانګړې توګه هغه ناروغان چې په تلسیمیا اخته دي د وینې له کمښت سره مخ نه شي.
هغه په ټولو خلکو غږ وکړ، چې د خیر په دغه کار کې ورسره یو ځای شي، وینه ورکړي او ژوند وژغوري.





