
د سولې مشورتي لویه جرګه کې د تخار د مرکز تالقانو ښار ونډه ۱۱ کسان وو چې ۴ ښځې او ۷ نارینه پهکې شامل وو او اړوندو بنسټونو د څو غونډو په جوړولو پرېکړه وکړه چې ۱۱ کسان د اړوندو بنسټونو له لوري معرفي او غوره شي، خو د تخار ولایتي شورا د دې پرېکړې خلاف د دوشنبې په شپه تالقانو ښار کې د یادو ټاکنو پر کولو ټینګار وکړ.
د ولایتي شورا د دې پرېکړې له مخې، نن د تخار زرګونه اوسېدونکي د رایې ورکولو لپاره راغلل.
خو دا ټاکنې د زرګونو رایورکوونکیو حضور، د رایورکولو صندوقونو ماتولو او د رایورکولو پاڼو په وړلو سره ګډې وډې شوې.
د دې ټاکنو یو شمېر نوماندان او د تخار مدني فعالان وايي، د نننیو ټاکنو د بېنظمیو اصلي لامل د ولایتي شورا غړي دي.
د دوی په وینا، د تخار د ولایتي شورا غړي د خپلو کسانو غوره کولو په هڅه کې دي.
مدني فعالان شفیق پویا او د سولې مشورتي لویې جرګې غړیتوب ته نومانده مژګان وايي، د خلکو ګڼه ګوڼه او د مسوولو کسانو بېمدیریتي لامل شوه چې د رایورکولو صندوقونه مات شي، په ګوندونو او ولایتي شورا پورې اړوند وسلهوالو د ټاکنو په سیمه کې حضور درلود او خلک یې اړ کول چې د هغوی په ګټه رایې وکاروي.
د دوی په وینا، نامسووله وسلهوال د رایورکولو په سیمه کې ځای پر ځای شوي او هڅه کوي چې د خپلو کسانو په ګټه کار وکړي.
اړوند مطالب:
د سولې مشورتي لویه جرګه د راتلونکي کال د غوايي پر ۹مه جوړېږي
د مشورتي لویې جرګې د جوړولو پر کمېسیون نیوکه

خو د تخار د ولایتي شورا غړې لطیفه سعیدي وايي، یو کس ونډه لري او له مخې یې خپله خور د سولې مشورتي لویې جرګې ته لېږي.
په همدې حال کې د تخار د ولایتي شورا منشي محمداعظم افضلي وايي، د تخنیکي کارکوونکیو نه موجودیت او د امنیتي ځواکونو نه همکاري لامل شول چې په دغه ولایت کې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره د کسانو ټاکلو بهیر ګډوډ شي.
د مدني ټولنې متشبثینو، ښځو، د علماوو شورا او د تالقانو د ښاروالي مشورتي شورا هم د سولې په مشورتي لویې جرګه کې د استازیو غوره کولو لپاره ټاکنې وکړې.
بلهخوا د بدخشان او بغلان یو شمېر مدني فعالان هم په یادو ولایتونو کې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره د کسانو ټاکلو بهیر رڼه نه بولي او وايي، په یاد بهیر کې درغلي شوې ده.
ټاکل شوې د سولې مشورتي لویه جرګه د راتلونکې ثور میاشتې په ۹مه نېټه د څلورو ورځو لپاره په کابل کې جوړه شي چې د ټول هېواد په کچه به شاوخوا ۲۵۰۰ کسان پهکې ګډون وکړي.





