کاپیسا کې وسله‌والو غلو يوه کور کې ۳ کسان وژلي

د کاپیسا د کوهستان لومړۍ حصې ولسوال حمزه وهاب صافي سلام‌وطندار ته وویل، وسله‌وال غلو تېره شپه د دغې ولسوالۍ «موریِ خُم‌زرګر او پُلِ‌مُغلان» سیمه کې یوه کور ته دننه شوي چې ۲ وروڼه او د هغوی یو مېلمه یې وژلی دی.

صاپی د پېښې د لاملانو هویت په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې سيمه کې له ناپېژانده وسله‌والو  یو جسد او یو ټپي هم پاتې شوی دی.

په ورته وخت کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، دغه پېښه کې د درېیو وژل کېدو ترڅنګ ۲ نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

دې سره کاپیسا کې یو شمېر مدني فعالان دغه ولایت کې د ناامنیو له زیاتېدو اندېښنه ښيي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام