
ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چې لومړۍ مېرمن هم ورسره وه، غزني ولایت ته لاړ.
پر غزني د وسلهوالو طالبانو تر برید وروسته دا د ولسمشر دویم سفر دی چې یاد ولایت ته یې کوي.
ولسمشر غني غزني ته د سفر پرمهال، د یاد ولایت له اوسېدونکیو سره د لیدلو پرمهال، د غزني پر ښار برید د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ په کچه طرحه شوې توطیه وبلله او زیاته یې کړه چې په یاد برید کې سیاسي، اقتصادي، مذهبي او فرهنګي موخې نغښتې وې چې راتلونکي کې یې باید مخه ونیسو.
ولسمشر دغه راز له غزنیوالو وغوښتل چې له تفرقې لاس واخلي او په ګډه د یاد ولایت امنیت لهپاره کار وکړي.
محمداشرف غني د غزني ښار دفاعي کمربند جوړولو له کاره ناخوښي وښوده او د کورنیوچارو ستر معین او د یاد ولایت والي ته یې لارښوونه وکړه چې د امنیتي پلان ښه پلي کېدو په اړه جمهوري ریاست ته راپور وړاندې کړي.

نوموړي په غزني او د دې ولایت په شاوخوا نورو ولایتونو کې پر عملیاتو هم ټیننګار وکړ او دغه راز یې د غزني امنیې قوماندانۍ او ملي امنیت ریاست ته جدي لارښوونه وکړه چې د خلکو امنیت خوندي کړي.
ولسمشر غزني کې په عادلانه ډول د برېښنا پر وېش او رڼو ټاکنو پر کولو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د غزني خلک دې د دې ولایت ټاکنو په اړه د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش او د اجراییه ریاست لومړي مرستیال انجینر محمدخان سره په ګډه کار وکړي.
نوموړي غزني ولایت ته د ۱۰۰ میلیونه افغانیو د ځانګړي کولو خبر هم ورکړ او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، اوبو او برېښنا، پوهنې او عامې روغتیا له وزیرانو وغوښتل چې په اړوندو برخو کې دې د غزنیوالو ستونزو ته پام وکړي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي د دې ولایت لهپاره د ۳ امنیتي حوزو منظورېدو، د امنیتي ځواکونو تجهیز او غزني ته د ۳۰ ټانګونو د لېږد خبر ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي.

بلخوا د غزني اوسېدونکي نیوکه کوي چې امنیتي ځواکونو له پرون راهیسې د ښار سړکونه تړلي او له خلکو سره هم ناسم چلن کوي.





