یو پلار له خپلې ۲ کلنې لور سر پرې کړی

تېره ورځ د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په کاریزحاجي نظر سیمه کې یو پلار د «حلیمې» په نوم د خپلې ۲ کلنې لور سر پرې کړی دی.

د بادغیس ولایت امنیه قوماندان عبدالروف تاج د دې خبر د تایید تر څنګ وویل، چې د نجلۍ پلار عصبي ناروغي لرله او ښايي دا کار یې د همدې تکلیف له امله کړی وي.

ښاغلی تاج زیاتوي، چې د پېښې ځای په پراخ ډول د طالبانو په ولکه کې دی؛ خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د پېښې عامل ونیسي.

دا په روانو دوو اوونیو کې په بادغیس کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳یمه پېښه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام