د هلمند په شان په جنګ ځپلي ولایت کې څوو ښځو د محدودیت پولې ماتې کړي او پهدې ولایت کې یې د ښځو د حقونو په تړاو مدني فعالتونو ته راووتلې دي.
اغلې شهناز فایض په هلمند کې هغه لومړنۍ ښځه ده، چې له څوو میاشتو راهیسې پهدې ولایت کې د ښځو د حقونو او د هغوی د غږونو د انعکاس په موخه مدني فعالیتونه کوي.
اغلې فایض د ښځینهوو مدني فعالانو په استازولۍ سلام وطندار ته وویل، کور په کور ګرځي، چې مېرمنې خپل کتار ته د راتګ پهپار وهڅوي او یو هجومي حرکت پیل کړي.
د دې پر وینا، تر اوسه یې شمېر ۱۰۰ ښځو ته رسېږي او هڅه به کوي، چې د ځپل شویو او دردېدلو ښځو د ستونزو په حل کې یوځايي غږ پورته کړي.
دا هلمند له ستونزو ډک ولایت ګڼي او پر ښځو غږ کوي، چې د هر ډول مشکل لهپاره پر دوی غږ وکړي.
په ورته وخت کې د «هلمند مدني ټولنې» مشر سردار محمد همدرد وايي، هر ځوان حق لري، چې د حقغوښتنې پهپار مدني فعالیت وکړي او د اساسي قانون لهمخې حق لري، چې خپل غږ اوچت کړي.
دی زیاتوي، چې په یوازې نرانو د ډېرو ستونزو په حل کې بریالي نه وو؛ خو اوس چې ښځینه هغه هم راپيدا شوې؛ په ډاډه زړه د غږ اوچتولو جرات کولی شي.
لهدې سره هم مهاله د هلمند د ولایتي ادارې چارواکي د ښځینهوو د هرې قانوني کړنې نه د دفاع ترڅنګ د هغوی د امنیتي تدابیرو لهپاره جدي ډاډ ورکوي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته وویل، چې د ولایت اداره لهدې ښځینه مدني فعالانو سره د هرې قانوني غوښتنې پر مهال مرسته کوي او د ستونزو د حل په برخه کې ورسره هر ډول منډې ته چمتو ده.
په هلمند کې د ښځینهوو مدني فعالانو فعالیت پهداسې مهال پیلېږي، چې تقریباً څو ولسوالۍ یې د طالبانو د بریدونو اصلي مرکزونه ګڼل کېږي او وخت ناوخت پهکې پرلهپسې څو ورځې نښتې روانې وي.





