په بغلان کې د جګړو پرمهال معلول شوي سرتيري سبزي پلوري

 

د ملي اردو دوه تنه پخواني سرتیري محمددین او عبدالقدیر د بغلان په جګړو کې معلول شوي دي.

محمد دین یو کال وړاندې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال یې لاس پرې شو او عبدالقدیر هم پنځه کاله مخکې په دغه ولایت کې د ماین په چاودنه کې دواړه پښې له منځه لاړې.

دغه د ملي اردو پخواني سرتیري، چې اوس په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې سبزي پلوري وایي، حکومت تراوسه هغوی سره مرسته نه ده کړې تر دې، چې د هغوی میاشتیني حقوق هم په وخت نه ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه:" لس کاله مې هیوادوالو ته خدمت و کړ یو کال مخکې په بغلان کې د ماین په چاودنه کې لاس مې پرې شو تراوسه ماته هیچا مرسته نه ده کړې زه تراوس ټپي یم حکومت تراوسه ماته پیسې نه دي راکړي چې درملنه مې وکړم په بهر کې . له حکومته مې غوښتنه دا ده چې زمونږ فریاد ته ورسیږي زه اوس ترکاري پلورم مونږ ته دې پام وکړي".

"  ما په ملي اردو کې خپل دواړه پښې له لاسه ورکړې د هیواد په خدمت کې، ۵ کاله کیږي چې کور کې ناست یم له دولته غواړم چې زمونږ حقوقو ته دې پام وکړي او موږ سره دې مرسته وکړي."

محمد دین او عبدالقدیر وایي، کله چې هوا سړه شي د کار توان نه لري او که چیرې په پوځي برخو کې هغوی ته د کار زمینه برابره کړي چمتو دي چې د معلولیت پر مهال هم له هیواده دفاع وکړي.

په دې اړه د ملي اردو ځانګړو خواکونو ویاند جاوید سلیم سلام وطندار ته وویل، چې د معلولو سرتیرو معاش د کار او ټولنیزو او شهدیدانو چارو وزارت له خوا ورکول کیږي او دغه موضوع دفاع وزارت پورې اړه نه لري.

هغه زیاته کړه، د پروسیجر پر بنسټ، هغه کسان چې له دې پیښو سره مخ شوي په سردار محمد داوود خان روغتون کې یو کمیسیون شته پریکړه کوي چې دغه کسان د ملي اردو په لیکو کې کار کولی شي او که نه؟ .

د هغه پر خبر، که چیرې پریکړه وشوه چې نور دوی د کار کولو توان نه لري د هغوی معاش ورکول کیږي نور هغوی راجع کیږي معلولینو او شهیدانو وزارت ته  او دفاع وزارت دوی له پاره یو امتیاز ورکوي چې هغه یوه نمره ځمکه او یا هم کور دی.

هغه سرتیري چې د جګړو پر مهال معیوب شوي، په وار وار د حکومت له نه پاملرنې شکایت کوي او د خپلو ستونزو حل له پاره د پاملرنې غوښتنه کوي خو ښکاري چې امنیتي چارواکي دغو ستونزو ته پام نه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام