
د کابل د ترافیکو مدیر سیدمحبوب سلام وطندار ته وویل چې د وزیرانو شورا مصوبې لهمخې په ۱۳۹۱ کال کې د ښيلاس شترنګوالا موټرو ته یوځل د پنځو کالونو لهپاره جوازسیر ورکړل شویو.
دی زیاتوي، اوس دا موده پای ته رسېدلې او پرېکړه شوې چې ښيلاس شترنګوالا موټرې راټولې او ګمرک ته ولېږدول شي.
ښاغلي محبوب دا هم وویل چې اوسمهال دا لړۍ پیل شوې او ټول امنیتي منسوبین هڅه کوي چې دا ډول نقلیه وسایل راټول کړي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو رییس ارشاد پوپل هم سلام وطندار ته وویل چې د امنیت شورا د پرېکړی پر بنسټ، د پاکستان لاسوالا موټرې ټولېږي او دغه بهیر د غوایي له لومړۍ نېټې پیل شویدی.
د ښاغلي پوپل په وینا، هره ورځ د کابل ګمرک ته دغه ډول موټرې را لېږدول کېږي او دا لړۍ په ټولو ولایتونو کې روانه ده.

د ده دې پروسې په اړه ویل، امنیتی ځواکونه او ترافیکو ښيلاس والا موټرې را ټولوي او ګمرک ته یې سپاري چې ګمرک یې له پرزه ـ پرزه کولو وروسته بېرته خاوندانو ته تسلیموي.
یو شمېر کابلښاریان او موټر چلوونکي هم د ښيلاس شترنګوالا موټرو ټولېدل ښه ګام بولي؛ خو وایي چې دا بهیر باید په ټولو یو شان پلی شي.
احمد الله، رازق محمد او کبیر نعیمي وايي، د پاکستان لاس موټرو ټولول د ګڼې ـ ګوڼې د مخنیوي په کموالي کې ښه ګام بولي.
په پلازمېنې کابل او نورو ښارونو کې د ښيلاس شترنګوالا ډېرې موټرې چلېږي چې د خلکو په وینا، تر ډېره ترافیکي پېښو لامل هم ګرځي.





