د بلخ پر دیوالونو د “باور رنګ”

په بلخ ولایت کې پر دېوالونو د نقشونو جوړولو لومړنی نندارتون د "باور رنګ" په نوم پیل شو.

د اپسو ټولنیزې او رواني موسېسې چارواکو دغه نندارتون جوړ کړی دی.

دوی وايي، چې د دغه نندارتون موخه د باور پيداکول او یو بل منل دي.

پر دېوالونو د نقشونو جوړولو نندارتون یو تن مسول محمد رضا محمدي وايي، چې دا په بلخ کې پر دېوالونو د نقشونو کاږلو لومړنی کار دی او له دې کار نه یې موخه په داسې یوه ټولنه کې چې په هره برخه کې بې باوري موجوده ده، دوی ته د باور مفهوم او ارزښت لېږدول دي.

دغه نندارتون د ګېتار په غږولو پیل شو، چې نجونو او هلکانو خپلې ایډیاوې د دیوالو پر مخ نندارې ته وړاندې کولې.

یو تن نقاش سېد مهدي وویل، چې په بلخ ولایت کې پر دیوالونو د نقشونو جوړولو هنر ورو ـ ورو د یوې اړتیا په ډول محسوسیږي او خلکو یې په ارزښت پوهېدلي دي.

ده وویل، چې له بده مرغه دغه هنر په ټولنه کې په لازمي ډول ځای نه لري او تر څو چې خلک یې په لازمي ډول پېژني زیات وخت ته اړتیا لري.

د دغه نندارتون یو ګډون وال محمد شریف وویل، چې پر دیوالو د نقشونو جوړولو هنر په زړه پورې دی او دغه نقشونه په اسانۍ لارویانو سره خبرې کولی شي.

د اعتراض په دود پر دیوالو د نقشونو جوړولو هنر له څو کلونو را هیسې ځوانانو پيل کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام