فاریاب کې د ملي‌اردو سرتېري پر یوې ۷ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی

د فاریاب د بلچراغ ولسوالي یوه اوسېدونکي ملا‌محمد سلام‌وطندار ته ویلي چې د ملي‌اردو یوه سرتېري پر یوې اووه کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی. د نوموړي په وینا، دغه سرتېری د سرپل اوسېدونکی دی.

دا پېښه پرون په بلچراغ ولسوالي کې شوې ده.

ملامحمد وايي، له یادې پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو لاریون وکړ او د یاد سرتېري د ور سپارلو غوښتنه یې وکړه.

هغه زیاتوي، د ملي‌اردو سرتېرو د لاریون پر مهال پر معترضانو ډزې کړي چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او ۴ ملکیان ټپیان دي.

د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د لومړۍ لوا قوماندان انصاف‌الله دولت‌زی هم دا خبر تاییدوي. هغه وايي، کوم سرتېري چې دا جرم کړی، عدلي او قضايي ادارو ته به ور وپېژندل شي.

د یادې قول‌اردو په یوه خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د پېښې د څېړلو لپاره د دې قول‌اردو قوماندان جنرال علیزي په مشري یو پلاوی بلچراغ ولسوالي ته تللی دی. څارنوال او څېړونکي هم د دغه پلاوي ګډونوال دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام