
د هلمند یوشمېر اوسېدونکي پر حکومت د نیوکې ترڅنګ وايي چې تراوسه په دغه ولایت کې بنسټیزې پروژې نهدي پیل شوي. د دوی په وینا، دا کار د هلمند د خلکو په ژوند کې د هېڅ ډول مثبت بدلون د نه راتللو لامل شوی دی.
د هلمند اوسېدونکیو د کجکي بند جوړولو ته په اشارې وايي، له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د دغه بند د جوړولو چارې نهدي بشپړې شوي.
دوی زیاتوي، حکومت ورسره یوازې د سترو پروژو د جوړولو ژمنې کړي، خو تراوسه یې پر خپلو ژمنو عمل نهدی کړی.
هلمندیان وايي، که څه هم په دغه ولایت کې تراوسه هم ډېرې پیسې لګول شوي، خو د دوی په ژوند کې یې مثبت بدلون نهدی راوستی.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په دغه ولایت کې د سترو پروژو د جوړولو او بیارغولو چارې پیل شوې دي. د نوموړي په وینا، اوس د کجکي بند د دویمې برخې د جوړولو چارې هم روانې دي.





