په تخار کې د معترضو نوماندانو له مدني اعتراضونو څه باندې یوه میاشت تېرېږي.
اعتراضکوونکیو له تېرو څوارلسو ورځو راهیسې د والي دفتر مخې ته د پرلت خېمه وهلې او دغه موده کې یې، څارنوالۍ، د ښځو چارو ریاست، مستوفیت، د پوهنې ریاست تدریسي معاونیت، د چاپېریال ساتنې ریاست او د ټاکنیزو کمېسیونونو ولایتي دفترونه تړلي دي.
خو د تخار اوسېدونکي د دغسې وضعیت له دوامه اندېښنه څرګندوي او وايي، حکومت باید د دې ستونزې حل پيدا کړي.
داسې ښکاري چې تخار کې د حکومتي ادارو تړل کېدو تر نورو زیات د ولسوالیو اوسېدونکو ته ـ چې د خپلو کارونو د خلاصولو لهپاره تالقانو ښار ته ورځي ـ ستونزې ډېرې کړېدي.
د چال ولسوالۍ اوسېدونکی ارباب قهار وايي، څو ورځې کېږي چې د تخار والي لاسلیک ته په تمه دی؛ خو تراوسه یې په اخېستلو نهدی بریالی شوی.

خو د تخار والي ویاند جواد هجري وايي، د معترضو نوماندانو غوښتې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د مسوولانو ګوښه کول او د بایومتریک شویو او غیربایومتریک شویو رایو بېلول يې مرکز ته رسولي؛ خو تراوسه یې ځواب نهدی ترلاسه کړی.
هغه زیاتوي، حکومت د ټاکنیزو کمېسیونونو چارو کې د لاسوهنې حق نهلري چې په همدې دلیل ځايي اداره د قومي مشرانو په منځګړیتوب هڅه کوي چې دغه ستونزه حل کړي.
د تخار والي ویاند وايي، د حکومتي بنسټونو تړل کېدو جدي ننګونې پیدا کړي او دوی هم له ستونزو سره مخ دي.
که څه هم دوې ورځې مخکې د معترضو نوماندانو او د تخار ځايي ادارې ترمنځ دوه لیدنې وشوې؛ خو د ټاکنیزو کمېسیونونو د مسوولانو ګوښه کولو پر سر هوکړې ته د نه رسېدلو په دلیل، کومې پایلې ته نهدي رسېدلي.





