بادغېس کې د واورو اورېدل؛ د خوراکي او سون‌توکیو بیې لوړې شوي

بادغېس کې سړې هوا او د خوراکي او سون توکیو بیو لوړوالي، د دغه ولایت د اوسېدونکیو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

د بادغېس یو شمېر اوسېدونکیو سلام‌وطندار وویل چې د خوراکي او سون توکیو بیې په دغه ولایت کې نږدې دوه برابره لوړې شوې دي.

د دوی په وینا، د هوا له سړېدو او د دغه ولایت د لارې تر تړل کېدو وړاندې، یوه بورۍ سپینې وریجې په ۱۴۰۰ افغانۍ وې، خو اوس یې بیه له ۱۸سوو تر ۲ زرو افغانیو لوړه شوې ده او دغه راز د څلور کیلو لرګیو بیه له ۶۰ نه ۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د بادغېس اوسېدونکي نېک‌محمد او عبدالغفور وايي، هوا سړه شوې او په بازار کې د توکیو بیې لوړې شوي او پېرلو ته یې وسه نه‌ کېږي.

دوی له اړوندو ادارو، په ځانګړې توګه د یاد ولایت له ښاروالي غواړي چې په بازار کې د توکیو بیې کنټرول کړي.

په همدې حال کې د بادغېس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېګ د خوړو او سون توکیو د بیو لوړوالي لامل د هرات – بادغېس د لویې لارې تړل کېدل په ګوته کوي.

د کابل په بازارونو کې د رومي‌بانجانو بیه ۶ برابره لوړه شوې

کابل کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي

فاریاب کې د ګازو بیې بې‌سارې لوړې شوې‌دي

نوموړی که څه هم د توکیو د بیو لوړوالي لامل په دغه ولایت کې ډېر اورښتونه او د کرایو لوړېدل یادوي، خو وايي، ښاروالي باید په بازار کې د توکیو پر بیو څار وکړي.

خو د بادغېس د ښاروالي سرپرست اسحاق واثق وايي، که څه هم مخکې به ښارواليو د بازار پر بیو کنټرول درلود، خو اوس ازاد بازار دی او دوی د توکیو د بیو د کنټرول په برخه کې هېڅ مسوولیت نه‌لري.

بله‌خوا د بادغېس ولایت د ټولګټو چارو مسوولان وايي، د لنډ مهال لپاره د اورښتونو له امله د هرات – بادغېس لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې وه، خو اوس یاده لار پرانستل شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام