ام‌ټي‌ان مخابراتي شرکت په افغانستان او منځني ختیځ کې خپل فعالیت دروي

ام‌ټي‌ان مخابراتي شرکت په افغانستان او د منځني ختیځ په یمن سوریه کې خپل فعالیت دروي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی ام‌ټي‌ان مخابراتي شرکت په لومړني اقدام کې په سوریه کې د خپل ۷۵ سلنه ونډې پلورل پیل کړي دي.

د رویټرز په راپور کې لیکل شوي چې دغه شرکت غواړي تر دې وروسته خپل تمرکز پر افریقايي هېوادونو وکړي.

رویټرز د یاد شرکت د مسوولانو له قوله لیکلي چې په منځني ختیځ کې د ام‌ټي‌ان ګټه کمه وه.

ام‌ټي‌ان مخابراتي شرکت په نړۍ کې اتم ستر مخابراتي شرکت دی. دغه افریقايي شرکت اوس په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۴۰ میلیونه پېرودونکي لري.

دغه شرکت تېر کال د امریکا په فدرال محکمه کې په افغانستان کې طالبانو او القاعده شبکې ته په بډو ورکولو تورن شوی دی.

دا ادعا د هغو امریکایانو د کورنیو له لوري ثبت شوې چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام