په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۱۰ اخته کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۳۰۰ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې ۶۵ هغه مثبتې ختلې دي.

د روغتیا وزارت د راپور له مخې، کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې ډېر کسان په‌کې پر کورونا اخته کېږي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه په هېواد کې ټول‌ټال ۳۶ زره ۵۳۸ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۵۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته روغ شوي او په دې سره له دې ناروغۍ د رغېدلیو کسانو شمېر ۲۵ زره ۵۴۴ ته ورسېده.

دغه وزارت یادوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او په دې سره په هېواد کې د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۸۱ ته رسېدلی دی.

روغتیا وزارت د لوی اختر په را رسېدو سره له خلکو غوښتي چې روغتیايي سپارښتنې او لارښوونې په پام کې ونیسي، که‌نه ښايي دغه ویروس یو ځل بیا په بې‌سارې کچه خپور شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام