
د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د لویې مشورتي جرګې ۱۴ غړي پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله ترکی وايي چې پر کورونا ویروس اخته شوي کسان د کورونا د تشخیص ځانګړي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
د سولې لویه مشورتي جرګه پرون د ملي مصالحې شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشري جوړه شوه او ټاکل شوې نن د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه خپله پرېکړه وکړي.
ټاکل شوې دغه جرګه د نن ورځې تر پایه د هغو طالب بندیانو د خوشې کولو او نه خوشې کولو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي چې جنګي جنایتونه یې کړي دي.
په دې جرګه کې د ۳۴ ولایتونو شاوخوا ۳۲۰۰ کسانو چې ۷۰۰ ښځې دي، ګډون کړی دی.





